د سعودي عرب په مکه مکرمه کې د سږني حج د مناسکو په لړ کې نن ،د مې په ۲۷مه، په لکونو حاجیانو د جمراتو د ویشتلو مراسم ترسره کړل. حاجیانو د لوي اختر په لومړۍ ورځ د منا په سیمه کې هغو ستنو ته کاڼي واچول چې د شیطان نښې ګڼل کېږي.

 

د سهار له وخت نه د حاجیانو لویې ډلې د مکې مکرمې سويل ختیځ ته د منا درې ته ورسېدې، چرته چې هغوي د حج دغه مهم رکن ادا کړ. د جمراتو ویشتل د حج د مهمو عبادتونو نه ګڼل کېږي او هر کال پکې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو راغلي مسلمانان ګډون کوي.

 

دا مذهبي دود د حضرت ابراهیم عليه السلام د هغې تاریخي واقعې یاد تازه کوي، کله چې شیطان هڅه کړې وه چې هغه د خپل زوې حضرت اسماعیل عليه السلام د قربانۍ لپاره د الله پاک د حکم له منلو راوګرځوي، خو حضرت ابراهیم عليه السلام په درېیو بېلابېلو ځایونو کې پرې کاڼي ورولي وو.

 

د سعودي چارواکو د سږني حج لپاره پراخ امنیتي او روغتیايي انتظامات کړي دي. د راپورونو له مخې، سږ کال له یو اعشاریه اووه میلیونو نه زیاتو کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

 

بل لور ته، د سختې ګرمۍ له امله هم حاجیان له ستونزو سره مخ دي. د سیمي د هوا تودوخه تر ۴۵ درجو سېلسیس پورې رسېدلې او چارواکي حاجیانو ته د اوبو د زیات استعمال، سیوري کې د پاتې کېدو او د روغتیايي لارښوونو د عملي کولو سپارښتنه کوي.

 

د حج مراسم به په راتلونکو دوو ورځو کې هم دوام ولري او حاجیان به د جمراتو ویشتلو نور پړاوونه هم ترسره کوي.