هندي رسنیو او په نوي ډیلي کې د افغان کډوالو د حقونو فعالانو ویلي دي، چې هندي چارواکو په دغه هېواد کې میشتو افغان کډوالو او مسافرو ته امر کړی دی چې په څو ورځو کې دننه له هنده ووځي او بېرته افغانستان ته ستانه شي۔ راپورونه وایي، د هند حکومت د ګڼو افغانانو د ویزو د مودې له غځولو ډډه کړې او په دې تړاو یې هغوي ته رسمي نوټسونه هم ورکړي دي۔
په نوي ډیلي کې میشت افغانان وایي، د هند د کورنیو چارو وزارت دې نوې پرېکړې زرګونه افغانان له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي۔ د دوي په وینا، ډېر دغه افغانان په هند کې د زده کړو، علاج، کاروبار او یا د امنیتي اندېښنو له امله اوسېدل۔
هندي چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې رسمي لامل نه دی څرګند کړی، خو په هند کې د افغانانو لپاره د ویزو او اوسېدو شرطونه له تېرو څو کلونو راهیسي پرله پسې سخت شوي دي۔ افغانان وایي، د ویزو د نوي کولو بهیر له اوږدې مودې راهیسي ځنډېدلی و او ګڼ کسان له قانوني ستونزو سره مخ وو۔
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسي، کله چې په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی، میلیونونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي۔ زرګونه افغانان اوس په هند کې د لنډمهاله ویزو، زده کړو او درملنې لپاره ژوند کوي۔
بلخوا د کډوالو نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو ادارو د هند له حکومته غوښتي چې د افغانستان روان بشري او اقتصادي وضعیت ته په کتو دې د افغانانو د ایستلو پرېکړه له سره وڅېړي، څو هلته میشتې کورنۍ له نورو ستونزو خوندي پاتې شي۔

شال نیوز