د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د پچیراګام ولسوالۍ امنیتي ځواکونو تېره شپه پاکستان ته د ۱۰۰ پسونو د قاچاق هڅه شنډه کړې او په تړاو یې درې کسان نیولي دي.
 

د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، د تنګي امنیتي ټولي اړوند د جودرې پوستې منسوبینو ،د مې په ۲۵مه، د شپې ګزمې پر مهال شکمن کسان درولي او له هغوي سره یې ۱۰۰ دانې پسونه نیولي دي. چارواکي زیاتوي چې یادو کسانو غوښتل څاروي په ناقانونه ډول پاکستان هیواد ته انتقال کړي.
 

امنیتي سرچینو ویلي دي، چې نیولی شوي کسان د لومړنیو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارلی شوي دي او د پېښې په اړه قانوني کاروایي روانه ده.
 

چارواکو ټینګار کړی دی چې د قاچاق او نورو ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي لپاره به امنیتي ځواکونه خپلو عملیاتو او څارنې ته دوام ورکړي.