د افغانستان پخواني ولسمشر ،محمد اشرف غنی، د لوي اختر په مناسبت خپل تازه پيغام کې ويلي دي، چې شاوخوا شپږ مياشتې يې له افغانانو سره د خبرو مخه نيولی شوې وه او غږ يې غلی کړی شوی و.
دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې ځينو رسنيو راپور ورکړی، چې اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې نوموړی کوم هېواد ته تللی دی.
اشرف غني په خپل پيغام کې ويلي:
“نژدې شپږ مياشتې مخکې مې تاسو سره په خبرو کې ويلي وو چې ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارو ولاړ دی او له يو سخت، خو ضروري انتخاب سره مخ دی. له هغه وخت راهيسي مې له تاسو سره د خبرو مخه نيولی شوې وه او غږ مې غلی شوی و.”
هغه زياته کړه، که څه هم په دې موده کې يې غږ خلکو ته نه رسېدو، خو زړه يې يوه شېبه هم له افغان ولسه لرې نه و.
پخواني ولسمشر ټينګار وکړ چې د افغانستان راتلونکی بايد خپله افغانان وټاکي او دا پرېکړه د ملت د ارادې له لارې وشي. د هغه په وينا، اوس د افغانانو مخې ته درې مهمې پوښتنې پرتې دي؛ “په تېرو پنځو کلونو کې څه ترلاسه شول؟ د دې لپاره څه بيه ورکړل شوه؟ او که اوسنی حالت نور پنځه کاله همداسې دوام وکړي، نو پايلې به يې څه وي؟”
اشرف غني د افغانانو ترمنځ د پراخ ملي بحث غوښتنه هم وکړه او ويې ويل، چې هېواد ته د سولې، مشروع نظام او ملي اجماع ضرورت دی.
هغه په کابل، پکتيکا، خوست، ننګرهار، کونړ او کندهار کې د پاکستان د بمباريو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې په سيمه کې د افغانستان له ثبات پرته امن نه شي راتللی.
د نجونو د زده کړو په اړه اشرف غني وويل:
“يوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي.”
هغه زياته کړه چې هېڅ ملت په يوه پښه مزل نه شي کولی او ځوانان او نجونې بايد د هېواد د راتلونکي ځواک وبلل شي، نه بار.
محمد اشرف غني د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه له افغانستانه ووت، هغه مهال چې په کابل کې جمهوري نظام سقوط وکړ او وسلوال طالبان بيا واک ته ورسېدل. نوموړی تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې اوسېده.

شال نیوز