د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې د دفاع وزير، مولوي محمد يعقوب مجاهد، د روسيې په کوربه توب جوړېدونکې نړيوالې امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره نن ،د مې په ۲۶مه، مسکو ته رسېدلی دی.
د وزارت د بيان له مخې، په دې لوړپوړې نړيوالې امنيتي غونډه کې د نړۍ او سيمي د بېلابېلو هېوادونو امنيتي، استخباراتي او دفاعي چارواکي ګډون کوي.
د معلوماتو ترمخه، په غونډه کې به د نړيوال او سيمه ييز امنيت پر روان حالت، د ترهګرۍ او نورو ګډو امنيتي خطرونو، او د پولې د خوندي ساتلو لپاره پر دوه اړخيزه همکارۍ خبرې کېږي.
د دفاع وزارت وياند ويلي، د افغانستان سرپرست حکومت له سيمي او نړۍ هېوادونو سره مثبتې اړيکې، تلپاتې امن او ګډ ثبات ته ځانګړی اهميت ورکوي او د همدې تګلارې له مخې په نړيوالو او سيمه ييزو امنيتي غونډو کې ګډون کوي.

شال نیوز