ملګرو ملتونو د فوټبال د نړيوالې ورځې په مناسبت افغان فوټبالره ،خالده پوپل، د نړۍ د فوټبال له ۱۶ نوموتو لوبغاړو او روزونکو سره د «هدفونو لپاره فوټبال» په نوم ځانګړي نوملړ کې شامله کړې ده.
د ملګرو ملتونو ترمخه، دغه کسان به د فوټبال د لارې د ښځو او سړو د برابرۍ، بشري حقونو، ټولو ته د يو شان موقعو او ښه راتلونکي لپاره د غېر رسمي استازو په توګه کار کوي.
خالده پوپل د افغانستان د ښځينه فوټبال د ملي لوبډلې له جوړوونکو او پېژندل شوو څېرو څخه ده. نوموړې له څو کلونو راهيسي له هېواده بهر د افغان ښځينه لوبغاړو د حقونو او نړيوالو سياليو لپاره هلې ځلې کوي.
دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی دی چې د فوټبال نړيوالې ادارې، فيفا، هم په دې وروستيو کې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځينه لوبغاړو د لوبډلې ملاتړ کړی دی. خالده پوپل ويلي، دغه لوبډله به د افغان ښځو د حوصلې او هيلي نښه وي.
خالده پوپل له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د ښځو د لوبو، تعليم او حقونو لپاره خپل غږ پورته ساتلی او د نړۍ په بېلابېلو غونډو کې يې د افغان ښځو د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

شال نیوز