نن د مي پر ۲۶مه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي تر ۱۵ لکو زیات حاجیان د حج تر ټولو مهم او فرض غړي ،وقوفِ عرفات، لپاره د عرفات په تاریخي میدان کې راټول شوي دي.

 

د نبوي جومات امام او خطیب، شېخ ډاکټر علي بن عبدالرحمن الحذیفي، د نمره جومات نه د حج سږنۍ خطبه وړاندې کړه، چې د پښتو په ګډون د نړۍ ۳۵ ژبو ته په ژوندۍ بڼه وژباړل شوه.

 

شېخ علي الحذیفي په خپله خطبه کې پر تقوا، اخلاص، د اسلام د اعتدال او منځلاریتوب پر پیغام او د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي او ورورولۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې اسلام د امن، بښنې او د انساني کرامت د ساتنې دین دی او مسلمانان باید له اختلافاتو او تفرقې ډډه وکړي.

 

هغه له مسلمانانو وغوښتل چې د قران کریم او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو پېروي وکړي او په خپلو ټولنو کې د زغم، انصاف او رحم فضا پیاوړې کړي.

 

خطیب د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د جګړو، بې‌ کوره کېدو او ستونزو سره مخ مسلمانانو لپاره ځانګړې دعاوې هم وکړې او د امن، ثبات او ورورولۍ غوښتنه یې وکړه.

 

د سعودي حکومت د حج د مراسمو د امنیت، نظم او د حاجیانو د اسانتیا لپاره پراخ انتظامات کړي دي. چارواکي وایي، که څه هم د تودوخې درجه له ۴۰ سانتي ګرادو لوړه ده، خو د عرفات په میدان او غونډۍ کې د یخو اوبو شیندلو ځانګړي سیسټمونه فعال کړل شوي دي او زرګونه روغتیايي او امدادي کارکوونکي هم ځای پر ځای کړل شوي دي.

 

د عرفات نه پس د لمر له پرېوتو سره سم به حاجیان د مزدلفې پر لور روانېږي، چرته چې به د ماښام او ماخوستن نمنځونه په ګډه ترسره کوي او د شیطان د ویشتلو لپاره به کاڼي راټولوي.