د پېښور د خزانې تاڼې اړوند د “ګوګي قادر اباد” سيمه کې د خوښې د واده پر سر د ۱۶ کلنې نجلۍ او ۲۲ کلن ځوان د وژل کېدو وروسته په سیمه کې تاوتريخوالی خپور شوی دی او پوليسو د نورو پېښو د مخنيوي لپاره درنه نفري ځای پر ځای کړې ده.

 

پوليس وايي، د مې په ۲۴مه، د نجلۍ پلار د خپلو وروڼو او زامنو په ملګرتيا خپله لور او هغه ځوان وژلي دي چې غوښتل يې ورسره واده وکړي.

 

د پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، وژل شوی ځوان محمود نومېده او د نجلۍ له کورنۍ سره يې د واده خبره روانه وه، خو د نجلۍ کورنۍ دغه خپلوي نه منله.

 

راپورونه ښيي چې لومړی محمود له ځان سره بوتلل شوی دی، بيا د “هريانه پايان” د سرکاري لومړني ښوونځي ترڅنګ پټيو ته وړل شوی او هلته تر تشدد وروسته په ډزو وژل شوی دی. له دې وروسته نجلۍ هم په خپل کور کې وژلی شوې ده.

 

پوليس زياتوي چې د وژل شوي ځوان د ورور نويد په مدعيت کې د محمود د وژنې مقدمه درج شوې، او د نجلۍ د وژنې په تړاو هم جلا مقدمه ثبت شوې ده.

 

د پېښې وروسته د وژل شوي ځوان خپلوان او د سيمي يو شمېر خلک په غوسه شول او د سرچينو په وينا، د نجلۍ د جنازې او د جومات له لارې د مړيني اعلان مخنيوی هم شوی و، چې له امله يې په سیمه کې د تاوتريخوالي خطر زيات شوی و.

 

وروسته پوليس سيمي ته ورسېدل، حالات يې تر کنټرول لاندې راوستل او د دواړو غاړو ترمنځ يې خبرې وکړې. د مذاکراتو وروسته د نجلۍ جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

 

پوليس چارواکي وايي، د نجلۍ د پلار زرشېر په ګډون د نورو تورنو کسانو پر ضد د قتل مقدمې درج شوې دي او د پېښې پلټنې دوام لري.

 

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په خېبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې د ناموس يا د خوښې د ودونو پر سر د وژنو پېښې لا هم دوام لري. د بشري حقونو د ادارو د شمېرو له مخې، يوازې په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې لږ تر لږه ۴۰۵ د ناموس په نوم وژنې ثبت شوې وې، چې ډېری قربانيان يې ښځې وې.  

 

د پاکستان د سېنېټ يو راپور وايي چې په خېبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۴ کال کې د ناموس وژنو ۱۴۳ مقدمې درج شوې وې، خو په دغو قضيو کې د سزا کچه نږدې صفر وه.  

 

د بشري حقونو فعالان وايي، که څه هم پاکستان کې د ناموس په نوم د وژنو پر ضد قانوني بدلونونه شوي، خو په لرې پرتو سيمو کې د دوديزو فشارونو، جرګو او کمزورې قانوني عملدارۍ له امله دا ډول پېښې لا هم مخې ته راځي.  

 

امنيتي سرچينې وايي، د هر ډول احتمالي بدامنۍ د مخنيوي لپاره لا هم په سيمه کې د پوليسو نفري موجوده ده.