د امریکا د ځواکونو مرکزي قومندانۍ ‘سېنټکام’ د سې شنبې په شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران په سویل کې شوي بریدونه د خپلې دفاع په چوکاټ کې ترسره شوي دي، او هدف یې د ایراني ځواکونو له احتمالي ګواښونو څخه د امریکايي سرتېرو ساتنه وه. د سېنټکام ویاند ،ټېم هاوکېنز ویلي، که څه هم امریکا د روان اوربند پر مهال له زغمه کار اخلي، خو د خپلو ځواکونو دفاع ته به دوام ورکوي.
بل لور ته، ایران تر اوسه په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه بشپړ دریځ نه دی څرګند کړی، خو ایراني رسمي او نیمه رسمي رسنیو راپور ورکړی دی چې د عباس بندر، سیریک، جاسک او د هرمز تنګي په شاوخوا سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
فارس او مهر خبري اژانسونو د ځايي سرچینو په حواله ویلي دي، چې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د ایران مهر خبري اژانس زیاته کړې، چې له بریدونو وروسته په عباس بندر کې وضعیت تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.
د امریکا پوځي چارواکو ویلي دي، چې بریدونه د مې د ۲۵مې نېټې په شپه ترسره شوي او پکې هغه ځایونه په نښه شوي چې د امریکايي الوتکو لپاره یې ګواښ جوړول. د سېنټکام په وینا، د ایران د سپاه پاسداران دوه کښتۍ هم په نښه شوې دي. امریکايي چارواکي ادعا کوي چې دغو کښتیو په سیمه کې د ماینونو اېښودلو هڅه کوله.
په ایران کې بیا ځینو غیر رسمي سرچینو او د تسنیم خبري اژانس ته نږدې کسانو ویلي دي، چې د سپاه پاسداران ځواکونه بشپړ چمتووالی لري، خو دا ادعا یې رد کړې چې ګواکې ایراني کښتیو د ماینونو اېښودلو هڅه کړې وه.
دا بریدونه په داسې وخت کې شوي دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې او اوربند د غځولو لپاره ډیپلوماټیکي هڅې روانې دي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې خبرې “په رغنده ډول” پر مخ روانې دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، که څه هم په خبرو کې پرمختګ شوی دی او پر ځینو موضوعاتو هوکړه شوې، خو لا هم وروستۍ موافقې ته د نږدې کېدو ادعا نشي کېدای.
بقایي په یوې مرکه کې ویلي؛ “موږ د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه ګډ تفاهم ته رسېدلي یو، خو دا ویل چې وروستۍ هوکړه ډېره نږدې ده، سمه خبره نه ده.”
بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هیله ښودلې وه چې ښايي زر یوه پراخه هوکړه وشي، خو ولسمشر ټرمپ خپلو مذاکره کوونکو ته سپارښتنه کړې ده چې د پرېکړې لپاره بېړه ونه کړي.
کارپوهان وايي، که څه هم د تېرې اپرېل میاشتې راهیسي روان اوربند په رسمي ډول نه دی مات شوی، خو وروستیو بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت ډېر حساس او نازک کړی دی. د دوي په وینا، د هرمز تنګي شاوخوا پوځي تحرکات، د امریکا سمندري فشار او د ایران غبرګونونه ښيي چې سیمه لا هم د پراخې شخړې له خطر سره مخ ده.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د دغو بریدونو په اړه ګڼ غبرګونونه خپاره شوي دي. ځینو وېبپاڼو او کاروونکو اندېښنه ښودلې ده چې اوسنی وضعیت ښايي یو ځل بیا د پراخ جنګ لور ته ولاړ شي. د ایران تابناک وېبپاڼې د یوې انلاین نظرپوښتنې له مخې، ډېرو ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړې چې روانه سوله ښايي بېرته له خطر سره مخ شي.
د امریکا چارواکي ټینګار کوي چې وروستي بریدونه د اوربند د ختمېدو معنا نه لري، بلکې د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره محدود پوځي اقدام و. خو شنونکي وايي، دا پېښه ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی اوربند لا هم ډېر نازک او د ماتېدو له خطر سره مخ دی.

شال نیوز