د پاره چنار خلک وایي چې د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو له امله د غواګانو، چيلو او ګډې اخیستل ورته سخت شوي دي. په منډۍ کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه هم کمه ښکاري، ځکه ډېر کسان یوازې د بیو پوښتنه کوي او د اخیستو توان نه لري. بل لور ته سوداګر وایي چې د څارویو خوراک، ترانسپورټ او نورو لګښتونو زیاتوالي بیې لوړې کړې دي.
تفصیل د شال نیوز خبريال مصطفی خان په دې راپور کې وګورئ

مصطفی خان