د قلات پوليسو شال نيوز ته ويلي، چې د دې ضلعې په آر سي ډي لويه لاره يوه خونړۍ ټرافیکي پېښه رامنځته شوې ده، چې له امله یې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون شپږ کسان مړه او دوه نور سخت ژوبل شوي دي۔

 

د پولیسو په وینا، دا پېښه د ټول پلازې سره نږدې هغه وخت وشوه چې يو ‘پک اپ’ ډوله ګاډی له يو ټوډي موټر سره په زور وجنګېدل۔ د پوليسو په وينا، په ټوډي ګاډي کې سپاره شپږ کسان ځای پر ځای مړه شوي دي۔

 

په مړو شويو کسانو کې امجد، حاجي ايوب، بي بي سلما، عارفه او دوه ماشومان شامل دي۔ پوليس وايي، وژل شوي کسان د پښين اوسېدونکي وو۔ بلخوا د پک اَپ ډرېور امان الله او د هغه ملګری سعيد احمد سخت ژوبل شوي دي چې تعلق يې له کوېټې سره ښودل کېږي۔

 

د پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سمدستي سيمې ته رسېدلې او مړي او ټپيان يې د قلات ضلعي روغتون ته وړي دي۔

 

په بلوچستان کې د خرابو سړکونو، زيات رفتار او د ټرافیکي اصولو نه د سرغړونو له له امله د ټرافیکي پېښو لړۍ دوام لري۔ د کوېټې او کراچۍ ترمنځ ‘اين پينځه ويشتمه’ لويه لاره د هېواد له خطرناکو سړکونو ګڼل کېږي، چې ځايي خلک يې د “مرګ سړک” هم بولي۔

 

د راپورونو ترمخه، تېر يو کال کې په بلوچستان کې په ټرافیکي پېښو کې له څلور سوه زيات کسان مړه او زرګونه نور ژوبل شوي دي۔

د قلات صدر پوليس وايي، د دې پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي۔