د افغانستان د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد ويلي دي چې کابل د افغانستان او پاکستان ترمنځه د اړيکو د ښه کولو لپاره د چين د منځګړتوب هڅو ته په مثبت نظر ګوري او هيله لري چې د دغو سفارتي رابطو به ښې پایلې راوځي۔
نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کي کړې دي چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د چين په رسمي سفر بوخت دی او د راپورونو ترمخه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې، د پولې امنيتي وضیعت او سيمه ييز ثبات هم د دواړو هېوادونو د خبرو مهمه برخه ده۔
ذبیح الله مجاهد ويلي، افغانستان تل هڅه کړې ده چې د خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د باهمي احترام، امنيتي همکارۍ او اقتصادي اړيکو په بنياد تعلقات وساتي۔ د هغه په وينا، سيمه ييزې ستونزې بايد د فشار او شخړو پر ځای د خبرو اترو او شريکو هڅو د لارې هوارې کړل شي۔
په وروستيو مياشتو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې څو ځله ترينګلې شوې دي۔ پاکستان پرله پسې اندېښنه ښودلې ده چې د افغانستان له خاورې وسلوال پاکستان کي بريدونه کوي، خو افغان حکومت دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي۔
د سيمي د چارو پوهان وايي، چين له وړاندې هم هڅه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د رابطو او خبرو اترو لړۍ روانه وساتي۔ شنونکي باور لري چې بېجنګ غواړي سيمه د شخړو نه لرې او د سوداګرۍ، اقتصادي پروژو او سيمه ييز ثبات لپاره خوندي وساتل شي، ځکه چې د سيمي امن د چين د اقتصادي ګټو او سيمه ييز اتصال لپاره مهم ګڼل کېږي۔

بریال منګل