د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ،د مې په ۲۵مه، ويلي دي چې په تېرو درېو ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۳۷۳ افغان وګړي خوشي شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي۔

 

وزارت زیاتوي چې په دغو کسانو کې ۲۹۶ تنه د تورخم له لارې او ۷۷ تنه د سپين بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي۔

 

چارواکي وايي، بېرته راستنو شوو کسانو ته له ثبتولو وروسته لومړنۍ مرستې برابرې شوې او بيا خپلو سيمو ته لېږل شوي دي۔

 

په دې وروستيو مياشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده او ګڼ شمېر افغانان يا په خپله خوښه او يا هم د نيولو او بند وروسته افغانستان ته ستنېږي.