د بلوچستان د سرښار کوېټې د کیچي بېګ په سیمه کې په یو کور د ډزو له امله د یوې ښځې په ګډون د پينځو کسانو له وژل کېدو وروسته پېل شوی احتجاج له چارواکو سره د مذاکراتو نه پس ختم کړی شوی دی۔

 

د پولیسو د وینا لمخې، د مې په ۲۵مه، د زمکې د شخړې له کبله د دوو ډلو ترمنځه ډزو پېښه رامنځته شوې وه. د پېښې وروسته د وژل شویو کسانو خپلوانو او د سیمي خلکو مړي پر سریاب سړک اېښي وو او سړک یې د هر ډول ګاډو پر مخ تړلی وو.

 

احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې په پېښه کې ککړ کسان دې زر تر زره ونیولی شي او اغېزمنې کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي۔

 

وروسته د ضلعي انتظامیې او احتجاج کوونکو ترمنځ مذاکرات وشول، چې ورپسې احتجاج پای ته ورسېد او سریاب سړک د تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شو۔

 

بلخوا د سیمي خلکو او د وژل شویو کسانو کورنۍ د بلوچستان له اعلا وزیر سرفراز بګټي نه غوښتنه کړې ده چې د پېښې سمدستي نوټس واخلي او قاتلان دې ونیول شي۔

 

پولیس وايي، د پېښې پلټنې روانې دي او هڅه کوي چې تورن کسان زر تر زره ونیسي۔