د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي او اعلا وزیر سهيل افريدي د سيمي په پرمختګ کې د اغا خان فاونډېشن د کردار ستاينه کړې او ويلي يې دي چې صوبايي حکومت غواړي په راتلونکو کلونو کې له دې ادارې سره خپلې مرستې او اړيکې نورې هم پراخې کړي۔

 

د چترال هوايي ډګر کې د پرنس رحيم اغا خان د ‘ګرم چشمې’ سيمي له دورې وروسته رسنیو سره خبرو کې دواړو مشرانو وويل چې له پرنس رحيم اغا خان سره يې په خېبر پښتونخوا کې د کانونو او معدنياتو، قدرتي وسايلو، سېلګرۍ او مېلمه پالنې په برخو کې د شته موقعو په اړه تفصيلي خبرې کړې دي۔

 

دوي وويل، چې په صوبه کې داسې ډېرې څانګې شته چې پکې اغا خان فاونډېشن د حکومت ترڅنګ د پرمختيايي کارونو لپاره مهم کردار ادا کولی شي۔

 

د صوبايي حکومت مشرانو دا هم وويل چې پرنس رحيم اغا خان په پېښور کې د اغا خان پوهنتون او روغتون د جوړولو لپاره په اصولي توګه رضايت ښودلی دی۔

 

ګورنر فيصل کريم کونډي او اعلا وزیر سهيل افريدي وویل چې اغا خان فاونډیشن د صوبې په لرې پرتو او وروسته پاتې سيمو کې د تعليم، روغتيا، اوبو، سړکونو او ټولنيز پرمختګ په برخو کې مهم خدمات ترسره کړي دي۔

 

دوي زياته کړه چې پرنس رحيم اغا خان ورته باور ورکړی دی چې له صوبايي حکومت سره به يو منظم او مربوط کاري اړيک جوړ کړی شي، څو د سيمي د پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره ګډې هلې ځلې وشي۔

 

د اغا خان کورنۍ او د هغوي د پرمختيايي ادارو د چترال او ګلګت بلتستان له خلکو سره اړيکي څو لسيزي پخوانۍ دي۔ اغا خان ډوېلپمنټ نېټ ورک او اغا خان فاونډېشن په دغو غرنيزو سيمو کې د تعليم، روغتيا، د ښځو د پرمختګ، کليوالي پرمختيا، کلتوري ورثې او سېلګرۍ په برخو کې ګڼ شمېر پروژې عملي کړې دي۔

 

په چترال او ګلګت بلتستان کې د اغا خان روغتيايي مرکزونه، ښوونځي، د ښځو د مرستې پروګرامونه او د غرنيزو سيمو د پرمختګ پروژې د سيمي د خلکو له خوا مهمې پرمختيايي هڅې ګڼلی کېږي۔ شنونکي وايي چې دغو ادارو په هغو سيمو کې هم کار کړی دی چېرته چې د حکومتي اسانتياوو کمی محسوسېده۔

 

پرنس رحيم اغا خان د اسماعيلي مسلمانانو د روحاني مشر شهزاده کريم اغا خان زوې دی او د اغا خان ډوېلپمنټ نېټ ورک په بېلابېلو خيريه او پرمختيايي چارو کې مهم رول لري۔