د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د صدر تاڼې په حدودو کي د چيسن کچ په سيمه کي ناڅرګنده وسلوالو ،د مې په ۲۴مه، د شپې ناوخته، د هلکانو سرکاري مډل سکول او د بنيادي روغتيا مرکز ودانۍ په چاودېدونکو موادو الوځولې دي، چې له امله يې دواړه ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوې دي۔

 

ځايي سرچينو شال نيوز ته ويلي دي، چې په دې پېښه کي کوم ځاني زيان نه دی اوښتی، ځکه د چاودنې پر مهال ودانۍ خالي وې، خو د تعليم او روغتيا دواړو ادارو ته دروند مالي زيان اوښتی دی۔

 

د پوليسو سرچينو ترمخه، امنيتي ځواکونو د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته سيمه په ولکه کي اخيستې، شواهد يې راټول کړي او پلټنو عمليات يې پېل کړي دي۔ خو تر اوسه د دې بريد کوم مسؤل ندی معلوم شوی.

 

د چيسن کچ دا وروستۍ پېښه په تېره يوه مياشت کي په ياده سيمه کي په دا ډول سرکاری ودانیو د بريدونو د هغې لړۍ برخه ګڼل کېږي، چې پکي لږ تر لږه درې مهمې سرکاري ودانۍ په نخښه شوې دي۔

 

تر دې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم د کوټ ګلان د هلکانو لومړنی سکول د شپې په مهال په يوه چاودنه کي په بشپړه توګه تباه شوی وو، چې له امله يې له درې سوو زيات زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي وو۔

 

د سيمي خلک وايي، د سکولونو او روغتيايي مرکزونو پرله‌ پسې تباهي نه يوازې د خلکو بنيادي اسانتياوې اغېزمنوي، بلکې د ماشومانو د تعليم او د ناروغانو د علاج نظام هم له جدي ستونزو سره مخ کوي۔

 

د سيمي خلکو له حکومت او امنيتي ادارو غوښتنه کړې ده چې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړل شي او د تعليم او روغتيا ادارو ته دې بشپړ امنيت ورکړل شي۔