د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ او کلتور محکمې لخوا د شندور پولو مېلې د سياليو رسمي نېټه اعلان شوې ده، او د دې مشهورې مېلې لپاره تيارۍ په اخري پړاو کې دي.

 

د سرکاري سرچينو په وېنا دغه مېله به د جون د يوولسمې نېټې نه تر ديارلسمې نېټې پورې د چترال او ګلګت بلتستان ترمنځ د شندور په تاريخي مېدان کې کېږي، کوم چې د نړۍ په کچه د پولو تر ټولو جګ مېدان ګڼل کېږي.

 

بلخوا په چترال کې د دې غټې مېلې نه وړاندې د ‘چترال ای’ او د ‘پوليس’ لوبډلو ترمنځه سیالۍ هم پېل شوي دي او د ټولو ۶۳ برخه اخېستونکو لوبډلو ترمنځ رسمي پچې اچول یا ټاس هم د ډپټي کمشنر په دفتر کې سر ته رسېدلی دی.

 

د سرچینو لمخه، په لومړي سر کې د ځايي لوبغاړو او انتظاميې ترمنځه د سياليو د طريقې په اړه يو څه اختلاف راغلی و، خو وروسته د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه هواره کړی شوه او لوبغاړي په ګډه لوبو کې ګډون کولو ته اماده شول.

 

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ویلي دي چې د چترال او ګلګت بلتستان د لوبډلو ترمنځه دا پېړۍ زړې دوديزي پولو لوبې به د تېرو کلونو غوندې په ازاده طريقه او بې له سختو قوانينو کېږي. د دې ترڅنګ، په دغه درې ورځنۍ مېله کې به د پولو د سياليو سره سره کلتوري پروګرامونه، ځايي موسيقي، نڅاوې او په هوا کې د الوتلو لوبې هم د سېلګرو د پام مرکز وي.

 

انتظاميې چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې د ملکي او نړيوالو سېلګرو د اسانۍ لپاره دې د چترال د سړکونو د جوړولو کار چټک کړي، او په اغېزمنو ځايونو کې دې عارضي پلونه ووهلی شي ترڅو خلکو ته په تګ راتګ کې هېڅ قسمه ستونزه پېښه نه شي.

 

د شندور په تاريخي مېدان کې د پولو د لوبې تاريخ ډېر زوړ دی او د سيمه ییزو روايتونو له مخې، دا لوبه په لومړي ځل په نولس سوه او شپږوېشت ميلادي کال کې پېل شوې وه. دغه مېدان ته د پولو راوړلو سهره د چترال د هغې وخت د واکمن ،شجاع الملک، په غاړه ده، چا چې د ګلګت بلتستان د راجه ګانو او د برطانيې د سرکاري استازو په وړاندې دلته د لوبو بندوبست کړی و.

 

د لوبې پېل د يوې دوستانه سيالۍ په توګه شوی و چې مقصد يې د چترال او ګلګت د سيمو د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او کلتوري اړيکو پياوړي کول وو. په نولس سوه او يوېشتم کال کې د برطانوي پوځ يو افسر ،ميجر کاب اېولين، د دې مېدان زړه راښکونکی رنګ او د پولو لوبه لا زياته مينه واله کړه او د دې لوبې لپاره يې مېدان نور هم برابر کړو.

 

هغه وخت به د چترال او ګلګت د لوبډلو ترمنځه په رسمي توګه سیالۍ کېدې. د وخت په تېرېدو سره دا سيمه ییزه لوبه په يو غټ کلتوري جشن بدله شوه او په نولس سوه او نوېم کال کې د پاکستان حکومت د شندور مېله د يو رسمي کلني فيسټيول په توګه ونوموله، چې له هغې وروسته دا مېله هر کال د جون او جولایي په مياشتو کې په باقاعده توګه لمانځل کېږي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سيلګري ورته راځي.