د لکي مروت د وانډه امیر او کېچي قمر سیمو نه مخې ته راغلې ویډیوګانو یو ځل بیا په سیمه کې د امن کمېټو، د قانون د واکمنۍ او د تشدد د پېښو په اړه بحثونه راپارولي دي۔
په دغو ویډیوګانو کې د خیرات د دیګونو نسکورول، د خلکو وهل ټکول، لاس تړلي کسان او د امن کمېټو وسلوال لیدل کېږي۔
شال نیوز د دغو ویډیوګانو په خپلواکه توګه بشپړ پخلی نه شي کولی، خو سیمه ییزې سرچیني وایي چې دا پېښې د وانډه امیر او کېچي قمر سیمو سره تړاو لري۔
تفصیل د شال نیوز خبریال غلام اکبر مروت په دې راپور کې وګورئ.

غلام اکبر مروت