د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، چې د مردان په سوات موټروې د رستم سره نیږدې د خورو کوټو په سيمه کې د يو ‘هايس فلاینګ کوچ’ ډوله موټر او د سړک غاړې ته د ولاړ بس ترمنځ ټکر شوی، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي۔
د ریسکيو ۱۱۲۲ ترمخه، پېښه ،د مې په ۲۵مه، هغه مهال رامنځته شوه چې سوات ته تلونکې فلاینګ کوچ د سړک غاړې ته له ولاړ بس سره وجنګېده۔
د ریسکيو ۱۱۲۲ ډلې، موټروې پوليسو او ځايي خلکو د مرستندويه عملياتو پر مهال مړي او ژوبل کسان نزدې روغتونونو ته رسولي دي۔
چارواکي وايي، په ژوبلو کې د ځينو کسانو روغتيايي حالت مرګونی ښودل کېږي، چې له امله يې د مړو شمېر د زياتېدو اندېښنه هم شته۔
د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي۔

عصمت علي اخون