د بره دير د واړۍ سيمي د ‘بيبيوړ’ کلي يو ځوان، امدادالله، چې څلور ورځې وړاندې د پنجکوړې سيند تندو اوبو وړی و، مړی يې نن ،د مې په ۲۴مه، د کوز دير د ‘بارون’ سيمي سره د سيند له غاړې وموندل شو۔

 

د رېسکيو ۱۱۲۲ ډلې او د سيمي د خېرښېګڼې تنظيمونو د ژغورونکو غوته ‌خورو په مرسته د پنجکوړې سيند په اوږدو کې د لټون عمليات روان ساتلي وو۔ ژغورونکو د سيند دننه او غاړو ته پرله‌ پسې پلټنې کولې، او له اوږدو او ستړو هڅو وروسته يې د امدادالله مړی وموندلو۔

 

بلخوا د بره دير د واړۍ مرستيال کمېشنر افتاب عالم خان شال نيوز ته ويلي، چې د بره دير ضلعي انتظاميې د پنجکوړې سيند پر غاړو د تګ راتګ او اوبو ته د کوزېدو په اړه د ۱۴۴مې دفعې له مخې بنديز لګولی دی۔

 

نوموړي زياته کړه، چې د خلکو د خونديتوب لپاره به له بنديز څخه د سرغړونې په صورت کې قانوني کاروايي کېږي۔ هغه له خلکو وغوښتل چې د سيند غاړو ته له بې‌ احتياطۍ او په اوبو کې له کوزېدو ډډه وکړي، څو د ورته پېښو مخه ونيول شي۔