شمالي وزیرستان کې په وروستیو اوونیو کې امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی دی، او په ځانګړي ډول د میرعلي، حسن خېل، زیرکي، سپین وام او شاوخوا سیمو اوسېدونکي وایي، چې د وسلوالو فعالیتونو، هدفي بریدونو، چاودنو او د امنیتي عملیاتو زیاتېدو د خلکو عادي ژوند سخت اغېزمن کړی دی۔

 

د سیمي خلک وایي، په تېره یوه میاشت کې د شپې له خوا د ډزو، ګوله بارۍ او چاودنو پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې خلک په دوامداره ویره او ذهني فشار کې ژوند کوي۔ د دوي په خبره، اوس داسې حالت دی چې د هر غږ سره ماشومان او ښځې وارخطا کېږي او ګڼې کورنۍ د شپې تر ناوخته ویښې پاتې کېږي۔

 

د ځايي خلکو ترمخه، د خالي او اتوار په ورځو کې اکثره ګرځبندیز نافذ وي او د غلام خان لویې لارې په ګډون ګڼې لارې د تګ راتګ لپاره وتړلی شي۔ د خلکو په خبره، په همدې ورځو کې اکثره د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځه نښتې هم زور واخلي، چې له امله یې بازارونه بند پاتې شي او خلک په کورونو کې محدود شي۔

 

د سیمي خبریال عامر سهیل داوړ شال نیوز ته وویل، چې ،د مې په ۲۴مه، غرمه شاوخوا یوه بجه د ده د کور ترڅنګ زوروره چاودنه وشوه، چې وروسته ترې د څو ساعتونو لپاره د ډزو او ګوله بارۍ لړۍ روانه پاتې شوه۔

 

د هغه په خبره، دغه وضعیت تر مازیګر شاوخوا څلور نیمو بجو دوام وکړ او د زیرکي کلي په ګډون په نږدې سیمو کې د سختو نښتو غږونه اورېدل کېدل۔

 

 

خبریال عامر سهیل داوړ او د هغه کور سره د چاودنې نه پس د چادیدونکو موادو ټوټې

 

 

عامر سهیل داوړ وایي، ځیني وخت داسې هم کېږي چې وسلوال محدود برید وکړي، خو وروسته بیا د اوږدې مودې لپاره سختې ځوابي کارروایۍ روانې پاتې شي، چې اغېزې یې تر ولسي ابادۍ ورسېږي او خلک د سختې وېرې سره مخ شي۔

 

د سیمي خلک وایي، خرابېدونکي حالات یوازې امنیتي ستونزه نه ده، بلکې د تعلیم، روغتیا، کاروبار او د خلکو ذهني سکون یې هم سخت اغېزمن کړی دی۔ دوي وایي، د ناامنۍ له امله ماشومان په ویره ښوونځیو ته ځي او والدین هر وخت اندېښنه لري چې کومه ناڅاپي پېښه رامنځته نه شي۔

 

د میرعلي یو ښوونکی وایي، کله چې د ډزو غږونه واورېدل شي، نو ماشومان سخت وارخطا شي۔ ځیني وخت زده کوونکي د سبق پر ځای د نښتو په اړه خبرې کوي۔

 

د ځايي سرچینې لمخې، په وروستیو کلونو کې د میرعلي په ځینو سیمو کې د نجونو او هلکانو ښوونځي په چاودنو کې زیانمن شوي، چې له امله یې سلګونه زده کوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.

 

خراب امنیتي وضعیت د روغتیايي خدماتو نظام هم اغېزمن کړی دی۔ د خلکو په خبره، د لرې پرتو سیمو بنیادي روغتیايي مرکزونه د عملې او اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي۔ د حسن خېل یو اوسېدونکی وایي، که د شپې یو څوک ناروغ شي، نو خلک نه پوهېږي چې روغتون ته یې څنګه ورسوي، ځکه لارې تړلې وي او هر وخت د نښتو وېره وي.

 

 

شوا کې لګېدلی یو روغتون

 

 

همداراز، د میرعلي او شاوخوا سیمو کې خراب امنیتي وضعیت د خلکو اقتصاد هم سخت اغېزمن کړی دی۔ د میرعلي یو سوداګر وایي، کله چې لارې وتړلی شي او یا نښتې پېل شي، نو بازارونه تش شي۔ خلک د وېرې له امله له کورونو نه وځي او کاروبارونه په ټپه ودرېږي. هغه وایي، پخوا به د اختر په ورځو کې بازارونه له خلکو ډک وو، خو اوس خلک یوازې د ضرورت شیان اخلي او زر بېرته کورونو ته ستنېږي۔

 

د سیمي خلک وایي، خراب امنیتي وضعیت د خوراکي توکو پر بیو هم اغېز کړی، ځکه د لارو بندېدو له امله د مال راوړل ستونزمن شي۔

 

د سیمه ییزو خلکو ترمخه، د جګړو او عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان ګڼ سړکونه، پلونه او د برېښنا ستنې زیانمنې شوې دي، او خلک د خرابو لارو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي۔ د میرعلي یو ډرایور وایي، کله چې نښتې وشي او لارې وتړلی شي، نو خلک سفر نه شي کولی۔ که ناروغ وي، که مزدور وي او که سوداګر، هر څوک له ستونزو سره مخ شي۔

 

بلخوا، د برېښنا اوږده پرچاوونه هم د خلکو ژوند نور ستونزمن کوي۔

د سیمي خلک وایي، جګړو یوازې فزیکي زیانونه نه دي اړولي، بلکې د خلکو ذهني سکون یې هم خراب کړی دی۔ د میرعلي یو اوسېدونکی وایي، کله چې شپه شي، نو خلک د ارام خوب نه شي کولی۔ د هر غږ سره ماشومان له خوبه راویښ شي او ښځې وارخطا شي۔ یو بل اوسېدونکی وایي، زموږ ماشومان د لوبو له میدانونو نه، بلکې د ډزو او چاودنو له غږونو سره لویېږي۔

 

شمالي وزیرستان د تېرو شلو کلونو پر مهال د جګړو، پوځي عملیاتو او بې‌ ځایه کېدو له سختو حالاتو تېر شوی دی۔

 

د سیمي خلک وایي، ګڼې کورنۍ اوس هم د پخوانیو عملیاتو او بې‌ ځایه کېدو خاطرې نه شي هېرولی۔ د خلکو په خبره، د ضرب عضب عملیاتو پر مهال زرګونه کورنۍ بې‌ ځایه شوې، بازارونه ویجاړ شول، ښوونځي وتړل شول او خلک کلونه په کډوالۍ کې پاتې شول۔

 

د سیمي یو سپین ږیری وایي، موږ پخوا هم خپل کورونه پرېښي وو، ماشومان مو بې تعلیمه شول او کاروبارونه مو ختم شول۔ اوس نه غواړو هغه ورځې یو ځل بیا تکرار شي۔

 

بلخوا امنیتي چارواکي وایي، په سیمه کې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیات روان دي او هڅه کېږي چې امنیتي حالات قابو وساتل شي۔

چارواکي وایي، د ولس د امنیت ساتل د دوي لومړیتوب دی او د وسلوالو پر ضد کارروایۍ د سیمي د امن لپاره ضروري دي۔

 

خو د سیمي خلک غوښتنه کوي چې د عملیاتو او نښتو پر مهال دې د ولسي ابادۍ خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د هرې نښتې تر ټولو لوي زیان عام ولس ته رسېږي۔

 

د میرعلي او شاوخوا سیمو خلک وایي، د اختر رانږدې کېدو باوجود د خلکو خوشالي کمه شوې ده۔

د خلکو په خبره، که څه هم بازارونو کې د اختر تیاریانې روانې دي، خو د خلکو پر ذهنونو د ناامنۍ سیوری خپور دی۔

 

 

د سپین وام ولس د ناامن له امله کډه کوي

 

 

عامر سهیل داوړ وایي، خلک اوس د اختر د تیاریو نه زیات د خپلو ماشومانو د خوندیتوب فکر کوي۔ هغه وایي، د ده کور ته هم مېلمانه راغلي وو، خو د وروستیو نښتو له امله هغوي سخت وارخطا شوي وو۔

 

د میرعلي او شاوخوا سیمو اوسېدونکي وایي، دوي نور امن غواړي.

د سیمي یو مشر وایي، خلک ستړي شوي دي موږ یوازې امن غواړو، داسې امن چې ماشومان مو په ډاډ ښوونځیو ته ولاړ شي، بازارونه خلاص وي او خلک د شپې له وېرې پرته ویده شي۔

 

په پای کې د سیمي خلکو له حکومت، امنیتي ادارو او له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې د ولسي خلکو د ژوند، مال، تعلیم، روغتیا او بنسټیزو اسانتیاوو خوندیتوب یقیني کړي او د سیمي د امن لپاره عملي او دوامدار ګامونه پورته کړي، څو خلک وکولای شي له وېرې پرته خپل عادي ژوند بېرته پېل کړي.