د کورمې ضلعې نه د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي او د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند سره تړاو لرونکي رياض شاهين شال نیوز ته ويلي، چې د کوز کورمې په جنداړۍ سيمه کې د هغه پر کور د لاسي بم بريد شوی دی۔
رياض شاهين وویل، چې د بريد پر مهال دی په پېښور کې موجود و، او د کور امنيتي ساتونکي یې په ډوډۍ خوړلو بوخت وو، خو په پېښه کې هېڅ ځاني زيان نه دی اوښتی.
بلخوا پوليسو هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې پلټنې یې پېل کړې دي او د بريد کوونکو د نيولو لپاره هڅې روانې دي. تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دې برید زمه واري نده منلې.

مصطفی خان