د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف نن سهار وختي په ايکس باندې په یو بيان کې د امريکي او ايران تر منځه د دوه اونيو د اوربند اعلان وکړ او د دواړو هېوادونو د مشرانو د پوهې او زغم ستاینه یې وکړه چې په سیمه کې یې د امن لپاره دا ګټور ګام پورته کړل.
وزیر اعظم شهباز شریف، چا چې په دې معامله کې د منځګړیتوب مهم کردار لوبولی دی، د دواړو هېوادونو وفدونو ته بلنه ورکړې ده چې د اپریل په ۱۰مه نېټه اسلام اباد ته راشي ترڅو د جګړې د ختمولو لپاره د یوې تلپاتې هوکړې په لور خبرې پرمخ بوځي.
د ایران د خارجه چارو وزارت په رسمي توګه دا اوربند منلی دی او ويلي يې دي چې که چيري په ايران بريدونه ودرول شي نو دوي به هم خپل دفاعي عملیات بند کړي.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا واضحه کړې ده چې دوي د خیر په نیت د هرمز تنګي خلاصولو ته اماده دي خو په بدل کې یې خپل لس شرطونه هم مخې ته ایښي دي چې پکې د امريکايي بندیزونو ختمول، د ايران د جوهري حقونو منل او د سیمي نه د بهرنیو ځواکونو وتل شامل دي.
بلخوا د سپیني ماڼۍ وياندې کارولین لیویټ ویلي دي چې لا تر اوسه د امريکي له خوا د حتمي هوکړې اعلان نه دی شوی او خبرې اترې روانې دي. بل لور ته اسراييل د ټرمپ د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی. خو د اسراييلو وزیر اعظم بنیامین نتانیاهو دا خبره هم واضحه کړې ده چې دا اوربند یوازې د ایران پورې محدود دی او په لبنان کې به د حزب الله پرضد د دوي عملیات دوامداره وي.
د سعودي عربستان، عمان او قطر په شمول د خلیج ټولو هېوادونو د پاکستان د دې هڅو ستاینه کړې ده او هيله يې څرګنده کړې ده چې په اسلام اباد کې په لسم اپريل باندې کيدونکې غونډه به په سیمه کې د تلپاتې امن او خوشحالۍ وسيله جوړه شي.
د دې خبر د راتلو سره سم په نړيوال مارکيټ کې د تېلو بیې هم را کوزي شوې دي.

شال نیوز