د کوز سویلي وزیرستان په واڼې قامي مشرانو، سیاسي او سماجي شخصیتونو، علماوو، زده کوونکو، ولسي استازو او د ژوند د بېلابېلو برخو سره تعلق لرونکو کسانو په یوه مهمه غونډه کې پرېکړه کړې ده چې ،د مې په ۳۰مه، د لوي اختر په څلورمه ورځ، سهار نهه بجې به په واڼا بازار کې د احمدزي وزیرو، سلیمان خېلو او دوتاني قبایلو په ګډه یو لویه “وزیرستان قامي امن جرګه” کېږي.
د غونډې ګډونوالو ویلي، چې وزیرستان یو ځل بیا د وینې، وېرې او ناامنۍ له سخت حالت سره مخ دی، او دا وضعیت د کلونو راهیسي پر سیمي تپلی شوی دی، چې له امله یې د خلکو تعلیم، کاروبارونه، روغتیايي نظام او ټولنیز ژوند سخت اغېزمن شوی دی۔
دوي ویلي، چې ریاست، چې د ولس د سر او مال د ساتنې ذمه واري لري، تر اوسه په بشپړه توګه د خپلې ذمه وارۍ په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی۔
غونډې ته ویناوالو ټینګار کړی دی چې د وزیرستان خلک به نور په روان حالت غلي پاتې نه شي او خپله خاوره به د بارودو، وېرې او جګړې سیاست ته پرېنږدي۔ د دوي په وینا، د وزیرستان د امن، بقا او روښانه راتلونکي یوازینۍ لار قامي یووالی، شعوري مبارزه او ګډه ولسي هڅه ده۔
د جرګې تنظیموونکو ویلي دي، چې دا د یو تن، یوې قبیلي یا یوې ډلې ستونزه نه ده، بلکې د ټول وزیرستان د راتلونکي او بقا ستونزه ده، ځکه نو د سیمي ټولو قبیلو، مشرانو، ملایانو، سیاسي او سماجي فعالانو، سوداګرو، وکیلانو، ډاکټرانو، استادانو، خبریالانو، زده کوونکو، مزدورانو، بزګرانو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته بلنه ورکړل شوې ده، چې په دغه تاریخي امن جرګه کې پراخ ګډون وکړي۔
د جرګې ګډونوالو ویلي، چې دا به یوازې یوه غونډه نه وي، بلکې د جګړې، ظلم، ناامنۍ او قامي تباهۍ پر ضد به د وزیرستان د ولس ګډ غږ وي۔

ظفر وزير