د واڼې د لوبو کلبونو د اتحادیې صدر احمد وزیر وایي، په کوز سویلي وزیرستان کې د لوبو پراخ صلاحیتونه موجود دي، خو د مناسب فرصتونو او سرکاري سرپرستۍ د نشتوالي له امله د ځوانانو وړتیاوې د ضایع کېدو له خطر سره مخ شوې دي۔
هغه په یوه بیان کې د لوبو پر محکمې، په ځانګړي ډول د ضلعې د لوبو پر مشر ،عادل شاه، سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې اداره د خپلو بنیادي مسولیتونو په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده۔
احمد وزیر وویل، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ټول پاکستان د فوټبال سیالیو لپاره د لس لکه روپو ځانګړې مالي مرسته منظور شوې وه، خو د دغه فنډ په لګښت کې د بې قاعدګیو او مبینه درغلۍ تورونه مخې ته راغلي دي۔ د هغه په وینا، د ضلعې د لوبو مشر عادل شاه له ځینو کسانو سره په مبینه توګه د سازباز له لارې د فنډ لویه برخه شخصي ګټو ته اړولې ده، چې له امله یې سیالیو او لوبغاړو ته لازمي اسانتیاوې برابرې نه شوې۔
هغه دا تور هم ولګاوه چې د لوبو سامان او نورې اسانتیاوې یوازې د یوې ځانګړې سیاسي ډلې، په ځانګړي ډول د تحریک انصاف اړوندو کسانو ته ورکول کېږي، په داسې حال کې چې نور ځوان لوبغاړي له پامه غورځولی کېږي۔ د هغه په خبره، د لوبو محکمه د ټول کوز سویلي وزیرستان ولس ګډه اداره ده او باید له ټولو لوبغاړو سره یو شان چلند وشي۔
د واڼې د لوبو کلبونو د اتحادیې صدر زیاته کړه، چې په سیمه کې د لوبو ډېر فعالیتونه د ولس له خوا په شخصي کچه روان دي، چې دا د دې خبرې څرګند ثبوت دی چې د واڼې ځوانان له محدودو وسایلو سره، د خپلې خوارۍ او وړتیا پر مټ په بېلابېلو لوبو کې ښه ځلېږي۔
هغه زیاته کړه، چې د وزیرستان ګڼ لوبغاړي په ملي کچه د سیمي استازیتوب کوي، خو له بده مرغه هغوي ته د سرکار له خوا لازمې اسانتیاوې، روزنه او مرسته نه ورکول کېږي
احمد وزیر د لوبو د میدانونو پر خراب وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې زیاتره د لوبو میدانونه له بدحالۍ سره مخ دي، او ځیني یې د کنډوالو بڼه خپله کړې ده۔ د هغه په وینا، د لوبو محکمې نه د میدانونو د رغولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او نه یې ځوانان د مثبتو لوبیزو فعالیتونو لوري ته د راجلبولو لپاره کومه اغېزمنه تګلاره خپله کړې ده، چې له امله یې په لوبغاړو کې سختې ناهیلۍ پیدا شوې دي۔
هغه د صوبایي حکومت د لوبو د ودې اړوند دعوې هم تر نیوکې لاندې راوستې او ویې ویل چې حکومتي اعلانونه تر ډېره یوازې تر خبرو محدود ښکاري، خو عملي اغېزې یې نه تر سترګو کېږي۔
احمد وزیر خبرداری ورکړ، چې که د وزیرستان باصلاحیته ځوانانو ته پر وخت اسانتیاوې، معیاري روزنه او سرکاري سرپرستي برابره نه شي، نو دا ارزښتناک صلاحیتونه به ضایع شي۔
هغه دا تور هم پورې کړ چې د ضلعې د لوبو مشر عادل شاه د کوز سویلي وزیرستان په ځای په بنو کې مېشت دی او له هماغه ځایه اداره چلوي۔ د هغه په خبره، د سویلي وزیرستان ګڼ نور سرکاري افسران هم په خپلو اړوندو ضلعو کې موجود نه دي، چې له امله یې ولسي ستونزې زیاتې شوې او سرکاري چارې اغېزمنې شوې دي۔
په پای کې احمد وزیر د کوز سویلي وزیرستان مرستیال کمېشنر مسرت زمان، د لوبو د محکمې لوړپوړو چارواکو او نورو اړوندو ادارو نه غوښتنه وکړه چې د ضلعې د لوبو مشر دې سمدستي د خپلې دندې ځای ته حاضر کړل شي، د نوموړي پر ضد دې شفافې پلټنې او قانوني کارروایي وشي، او د لوبو د میدانونو د رغولو، د ځوانانو د اسانتیاوو او د لوبو د ودې لپاره دې عملي ګامونه پورته کړل شي، څو د وزیرستان صلاحیتونه په ملي او نړیواله کچه نور هم وځلېږي۔
بلخوا شال نیوز هڅه وکړه چې د دغو تورونو په اړه د ضلعې د لوبو د مشر عادل شاه دریځ هم ترلاسه کړي، خو له هغه سره اړیکه ونه شوه۔

ظفر وزير