د لکي مروت د وانډه امیر سیمي نه مخې ته راغلې ویډیوګانو یو ځل بیا په سیمه کې د قانون د واکمنۍ، د امن کمېټو د کردار او د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې راپارولي دي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ګڼ کسان، چې لاسونه یې تړلی شوي دي، د تارکولو پر تود سړک اوندې خېټې اچول شوي او وسلوال پرې تشدد کوي.
د ځایي سرچینو په وینا، دا کسان هغه ولسي خلک دي چې د کېچي قمر په نښته کې د وژل شوي کمانډر د فاتحې او خیرات لپاره د وانډه امیر سیمي ته ورغلي وو.
سرچیني وایي، د امن کمېټۍ وسلوال د فاتحې ځای ته ورننوتل، د خیرات دیګونه یې نسکور کړل، چارپایان یې چپه کړل او په غونډه کې شریک کسان یې وهلي ټکولي دي.
په ځینو ویډیوګانو کې اورېدل کېږي چې له دغو کسانو غوښتل کېږي، چې د وژل شوو وسلوالو پر ضد د “مردار” نعرې او د امن کمېټۍ د مشر خالد خان په ملاتړ شعارونه ورکړي.
شال نیوز په خپلواکه توګه د دغو ویډیوګانو د وخت او بشپړو حالاتو پخلی نه شي کولی.
له دې وړاندې هم د امن کمېټۍ د یوه مشر ویډیو مخې ته راغلې وه، چې پکې هغه خلکو ته خبرداری ورکوي چې د طالبانو، یا د هغه په وینا “خوارجو”، جنازه به څوک نه کوي.
په نورو ویډیوګانو کې د امن کمېټې وسلوال د پولیسو ترڅنګ په وسلو سمبال ګزمې کوي، په داسې حال کې چې یوه بله ویډیو بیا دوه داسې مړي ښيي چې په تورہ شپه دا سرای نورنګ په پاټک چوک کې اېښودل شوي دي. چرته چې دولس ورزې مخکی یوہ بمي چودنه کې یولس کسان وژلی شوی وو۔
په همدې حال کې، د بنو او لکي مروت په پریس کلبونو کې ګڼو کورنیو د خپلو زامنو او خپلوانو نه د “لا تعلقۍ” اعلانونه هم کړي دي. دغه کورنۍ وایي، که د هغوي خپلوان په وسلوالو ډلو کې شامل وي، نو باید د هغوي په کړنو ټوله کورنۍ ونه ځورول شي.

لکي مروت او د بنو ځیني سیمي له تېرو څو کلونو راهیسي د بدامنۍ، هدفي بریدونو او وسلوالو فعالیتونو له امله اغېزمنې پاتې شوې دي. په دغو سیمو کې د امن کمېټو یا قامي لښکرو جوړېدو لړۍ د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو پوځي عملیاتو پر مهال پېل شوې وه، کله چې حکومت د طالبانو پر ضد د مقامي خلکو په مرسته وسلوالې ډلې جوړې کړې.
خو د بشري حقونو فعالان وایي، د وخت په تېرېدو سره ځیني دغه ډلې په داسې موازي قوتونو بدلې شوې چې اوس پرې په سیمه کې د عامو خلکو د زور زیاتي تورونه لګېږي.
د بشري حقونو فعالان زیاتوي، که هر څوک په ناقانونه فعالیتونو کې ککړ وي، باید د قانون له لارې ورسره چلند وشي، نه دا چې د موازي ډلو په مټ پر عامو خلکو تشدد وشي.
تر اوسه د خېبر پښتونخوا حکومت او امنیتي ادارو د دغو ویډیوګانو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی ورکړی.

غلام اکبر مروت