چارواکو ويلي دي چې سپيني ماڼۍ ته نزدې يو وسلوال کس د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی۔ دا په تېره يوه مياشت کې د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استوګنځي يا د هغه د موجودګۍ سيمي ته نزدې د ډزو درېيمه پېښه بللی کېږي۔

 

د امريکې د پټو خدماتو ادارې په خپل بيان کې ويلي دي چې دا پېښه ،د مې په ۲۳مه، ماښام د اوولسم سړک او پنسلوانيا اېونيو په سيمه کې شوې ده۔ د بيان ترمخه، وسلوال کس له خپلو سامانونو وسله راويستې وه او ډزې يې شروع کړې وې، چې وروسته امنيتي ځواکونو پرې ځوابي ډزې وکړې۔ چارواکي وايي، بريدګر روغتون ته تر رسول کېدو وروسته مړ شوی دی۔

 

د امريکايي رسنيو د راپورونو ترمخه، وژل شوی کس ۲۱ کلن نصير بېسټ نومېدو۔ د سيمه‌ ييزو عدالتونو د رېکارډونو له مخې، نوموړی د ۲۰۲۵ کال د جولایۍ په مياشت کې هم د سپيني ماڼۍ يوې امنيتي پوستې ته د غيرقانوني ننوتلو په تور نيول شوی و۔

 

راپورونه وايي، هغه وخت نوموړي د پوليسو خبره نه وه منلې او دعوه يې کړې وه چې هغه عيسی عليه السلام دی او غواړي چې ونيول شي۔ د ۲۰۲۵ کال د اګست په مياشت کې د عدالت د احکاماتو د نه منلو له امله د هغه د نيولو امر هم جاري شوی و۔

 

دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې موجود و، خو چارواکو ويلي دي چې نوموړی محفوظ پاتې شوی او هيڅ زيان نه دی ورته رسېدلی۔

 

له دې وړاندې هم د ټرمپ د امنيت په اړه اندېښنې راپورته شوې وې۔ د اپرېل په مياشت کې د سپيني ماڼۍ د خبريالانو د کلنۍ مېلمستيا پر مهال يو وسلوال کس په يو هوټل کې دننه پر امنيتي ځواکونو ډزې کړې وې، او د مې مياشتې په پېل کې د واشنګټن څلي ته نزدې د ډزو په يوه بله پېښه کې يو تن ژوبل شوی و۔

 

په تازه پېښه کې يو عام وګړی هم ټپي شوی دی، خو تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې هغه د بريدګر په ډزو لګېدلی دی او که د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې۔

 

د پټو خدماتو ادارې ويلي دي چې د دوي هېڅ يو افسر ته زيان نه دی رسېدلی، او د امريکې وفاقي تحقيقاتي ادارې اېف بي آيي په ګډون نورې امنيتي ادارې د پېښې پلټنې کوي۔