چارواکو ویلي دي، چې د چمن ښار په اسحاقزئ کلا سیمه کې د پولیو ډلې پر امنیت ګمارل شوي یو پولیس سرتیري باندې ناڅرګندو وسلوالو ډزې کړې دي چې له امله یې هغه سخت ټپي شوی دی۔
د چارواکو په وینا، پېښه ،د مې په ۲۴مه، هغه مهال رامنځته شوه چې یاد پولیس سرتېری له پولیو ډلې سره د امنیت دنده ترسره کوله، چې ناڅاپه ورباندې ډزې وشوې۔
ټپي شوی سرتیری سمدستي نږدې روغتون ته رسول شوی او هلته یې درملنه روانه ده۔ د روغتیايي سرچینو په وینا، د هغه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی۔
چارواکو ویلي، چې د پېښې وروستو امنیتي ځواکونو سیمه په ولکه کې اخیستې ده او د لټون عملیات یې پېل کړي دي، په داسې حال کې چې د برید د څرنګوالي او بریدګرو د پېژندنې لپاره پلټنې هم روانې دي۔
چارواکو تر اوسه د برید د انګېزې او د بریدګرو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي او نه هم کومې ډلې د دې برید ذمه واري منلې ده۔
بلخوا په بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کې د پولیو ضد روان کمپاین تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دوام لري۔ دا کمپاین د مې په ۱۸مه پېل شوی دی او ټاکل شوې چې د مې تر ۲۵مې نېټې پورې به روان وي۔
پاکستان او افغانستان دا مهال د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وایرس پېښې ثبتېږي، او له همدې امله د پولیو ډلو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کېږي۔

نعيم اچکزئي