د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم فعاله مبارزه کوونکې ،ملالې یوسفزۍ، د “هې فیسټیوال” له خوا ورکړلی شوی ،د زده کړو ځانګړی میډال، هغو افغان نجونو ته ډالۍ کړی دی چې دا مهال په افغانستان کې له زده کړو محرومې دي۔

 

ملالې یوسفزۍ ته دغه جایزه ،د مې په ۲۱مه، د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو لپاره د هغې د مبارزې په درناوي ورکړلی شوه۔

 

هغې د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال وویل، دا میډال په اصل کې د هغو افغان نجونو حق دی چې له سختو شرایطو سره سره یې د تعلیم لپاره خپل غږ ژوندی ساتلی دی۔ ملالې وویل چې افغانې نجونې، که څه هم له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړی شوې دي، خو بیا هم د خپل راتلونکي او تعلیم لپاره مبارزه کوي۔

 

“هې فیسټیوال” یو نړیوال ادبي، کلتوري او علمي فیسټیوال دی چې په ۱۹۸۸م کال کې پېل شوی و او اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې جوړېږي۔ په دغه فیسټیوال کې لیکوالان، خبریالان، ساینسپوهان، هنرمندان او د بشري حقونو فعالان ګډون کوي۔

 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسي له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي او وروسته یې پوهنتونونه هم د ښځو لپاره بند کړي دي۔

 

ملالې یوسفزۍ، چې پخپله هم کلونه وړاندې په سوات کې د نجونو د تعلیم لپاره د غږ پورته کولو له امله د وسلوالو په برید کې ټپي شوې وه، په وروستیو کلونو کې یې په بېلابېلو نړیوالو غونډو کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی۔

 

هغې ویلي، افغان نجونې د زړورتیا، همت او نه تسلیمېدو نښه ده او نړۍ باید د هغوي د تعلیم د حق ملاتړ ته دوام ورکړي۔