د بلوچستان سرښار کوټه کې د مسافرو پر يو رېل ګاډي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلی شوي او تر ۵۰ زيات نور ژوبل دي۔ چارواکي وايي، په وژل شوو او ژوبلو کسانو کې امنيتي سرتېري او د هغوي د کورنيو غړي هم شامل دي، 

 

ځينو عيني شاهدانو او سيمه ييزو سرچينو شال نيوز ته ويلي دي، چې د ټپيانو شمېر ښايي تر سلو هم اوښتی وي او د يو شمېر ژوبلو روغتيايي حالت مرګونی ښودل کېږي، ځکه د مړو د شمېر د زياتېدو وېره هم شته۔

 

چارواکو ویلي، چې پېښه ،د مې په ۲۴مه، د کوټې ښار د چمن پاټک رېل تمځي ته نزدې هغه وخت وشوه چې د جعفر اېکسپريس او چمن مسافر وړونکي رېل ګاډي سپاره کسان پر پلېټ فارم موجود وو او خپلو سفرونو ته د تګ تياری يې کول.

 

د لومړنيو معلوماتو ترمخه، رېل ګاډی د کوټې له چاوڼۍ نه پېښور ته روان و او پکې د اختر د رخصتيو لپاره تلونکي پوځيان او د هغوي کورنۍ سپرې وې۔ د کوټې کمشنر ،حمزه شفقات، رسنيو ته ويلي، چې په بريد کې امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول په نخښه شوي وو. 

 

د پوليسو د عملياتو مشر محمد بلوچ ويلي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا ځانمرګی بريد و۔ د هغه په وينا، بريدکوونکي د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال ځان الوځولی دی۔

 

د چاودنې له امله د رېل ګاډي يوه بوګۍ پوره تباه شوې او له پټلۍ اوښتې ده، ولې دوو نورو بوګيو ته هم سخت زيان رسېدلی دی۔ بلخوا سيمه کې د عامو خلکو شاوخوا لس موټرې هم تباه شوې او نزدې کورونو او دفترونو ته هم زيان اوښتی دی۔

 

د بلوچستان د حکومت وياند شاهد رند رسنيو ته ويلي دي چې له چاودنې وروسته پوليس، سرحدي ځواک او نور امنيتي ځواکونه سمدستي سيمي ته رسېدلي او ټوله علاقه يې کلابنده کړې ده۔

 

د بلوچستان د حکومت وياند بابر يوسفزي رسنيو ته ويلي، چې د کوټې په ټولو لويو سرکاري روغتونونو، په ځانګړي توګه سول روغتون، اېف سي روغتون او سي اېم اېچ کې بېړنی حالت اعلان کړی شوی دی او اضافي ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي ورغوښتی شوي دي۔

 

د پاکستان رېلوی چارواکو ويلي، چې د امنيتي اندېښنو له کبله پېښور ته روان جعفر اېکسپريس په مرکزي سټېشن کې درول شوی دی او د کوټې پر لور د رېل ګاډو تګ راتګ د لږ وخت لپاره ځنډول شوی دی۔

 

د دې بريد ذمه واري ناقانونه ګرځولی شوې بېلتون پاله ډلې “بلوچ لېبرېشن ارمي” منلې ده۔ د يادې ډلې د رسنيو څانګې دعوه کړې ده چې بريد د هغوي د “مجيد برېګېډ” له خوا ترسره شوی دی۔

 

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د بريد غندنه کړې ده او ويلي يې دي چې د بې ګناه خلکو وينه تويونکي به د خپلو کړنو سخته بيه پرې کوي۔ د وزيراعظم دفتر له خوا جاري شوي بيان کې ويل شوي، چې حکومت او امنيتي ادارې د ترهګرۍ ختمولو لپاره عملياتو ته دوام ورکوي۔

 

سرپرست ولسمشر يوسف رضا ګيلاني او د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټي هم د بريد غندنه کړې او د پېښې د پلټنو امر يې کړی دی۔

 

بلخوا، د پاکستان کورنو چارو وزیر محسن نقوي هم په بيړني توګه کوټه ته رسېدلی دی، چې هغه په مشرۍ د بلوچستان اعلا وزیر په ګډون لوړ پوړي حکومتي او امنیتي چارواکو اهمه غونډه روانه ده.

 

دا بريد په داسې وخت کې شوی دی چې په وروستيو اوونيو کې د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د ناامنۍ پېښې او امنيتي عمليات زيات شوي دي۔ څو اوونۍ وړاندې هم امنيتي ځواکونو د منګلا زرغون غر په سيمه کې د عملياتو پر مهال د لسګونو وسلوالو د وژلو دعوه کړې وه۔