د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان ويلي دي، چې پوليسو خپلې پلټنې بشپړې کړې دي او اوس يې په رسمي توګه د ماشومې “حورين” د موندل کېدو پخلی کړی دی۔ هغه زياته کړه، چې د دې پېښې وروسته به د ماشومانو او ځوانانو د تښتولو د پېښو پر ضد د يو قام په توګه غږ نور هم پورته کوي۔

 

اېمل ولي خان په خپل بيان کې ويلي، “مونږ به يوازې د حورين لپاره نه، بلکې د هغو ټولو ماشومانو، جينکو او ځوانانو لپاره هم غږ پورته کوو چې د دغسې ډلو يا کسانو په منګولو کې دي، او له رياسته به د دغو درندو د نيولو او قانون ته د سپارلو غوښتنه کوو.”

 

هغه دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ماشومه حورين څنګه تر سند صوبې پورې ورسول شوه، او ويې ويل چې د دې معاملې بشپړې، رڼې او بې پرې پلټنې ضروري دي، څو حقيقتونه د ولس مخې ته راوړل شي او راتلونکي کې د دغسې پېښو مخه ونيول شي۔

 

د عوامي نېشنل ګوند مشر د حورين د موندلو لپاره د پوليسو، مدني فعالانو، ټولنيزو رسنيو کاروونکو او هغو کسانو د هڅو ستاينه هم کړې ده چې په دې لړ کې يې غږ پورته کړی وو۔ هغه ويلي، چې د ماشومانو تښتول يوازې د يوې کورنۍ ستونزه نه، بلکې د ټولې ټولنې لپاره يو خطرناک جرم دی۔

 

په دې وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې د ماشومانو د ورکېدو او تښتولو پېښو د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي۔ په ټولنيزو رسنيو او مدني حلقو کې هم وخت په وخت د دغسې پېښو پر ضد غږ پورته کېږي او له حکومته غوښتنه کېږي چې د ماشومانو د خونديتوب لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي۔

 

تر اوسه پوليسو د حورين د موندلو پخلی کړی، خو د پېښې د نورو جزياتو او د احتمالي ککړو کسانو په اړه يې بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي۔ چارواکو ويلي چې د معاملې پلټنې روانې دي۔