د امريکا د کانګرس څېړنيزې ادارې په يو نوي راپور کې ويلي دي، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهيسي د ايران پر ضد د ۴۰ ورځني پوځي کمپاين «اپرېشن ايپک فيوري» پر مهال لږ تر لږه ۴۲ امريکايي پوځي الوتکې يا تباه شوې او يا زيانمنې شوې دي۔
دغه راپور، چې تېره اوونۍ تيار شوی او وروسته رسنيو ته رسېدلی دی، تر اوسه د دې جګړې پر مهال د امريکايي هوايي ځواکونو د زيانونو تر ټولو تفصيلي او کره جاج بلل کېږي۔ خو د امريکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي ډول خپله بشپړه ارزونه نه ده خپره کړې۔
بلخوا د ،مې پر ۱۲مه، د کانګرس يوې غونډې ته د وينا پر مهال د پنټاګون سرپرست مالي چارواکي ،جوليوس ډبليو هرسټ، ويلي، چې د ايران پر ضد د امريکا د پوځي عملياتو اټکلی لګښت ۲۹ بيليونه ډالرو ته رسېدلی دی۔ د هغه په وينا، د لګښت زياته برخه د زيانمنو شويو پوځي سامانونو د بيا جوړولو او نويو الوتکو او وسايلو د اخيستو له کبله زياته شوې ده۔
په راپور کې ويلی شوي دي چې تر ټولو دروند زيان د ‘اېف ۱۵ اي سټرایک ايګل’ جنګي الوتکو ته اوښتی دی۔ د امريکا مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو ترمخه، درې الوتکې د مارچ پر دويمه نېټه په کوېټ کې د خپلمنځي ډزو ښکار شوې وې، خو پيلوټان يې ژوندي پاتې شوي وو۔ څلورمه الوتکه بيا د اپرېل پر پنځمه نېټه د ايران پر ضد عملياتو کې راغورځېدلې ده۔
راپور زياتوي چې يوه ‘اېف ۳۵ اي سټېلت’ الوتکه هم د ايران د ځمکنيو ډزو له امله زيانمنه شوې ده، په داسې حال کې چې يوه ‘اي ۱۰ تندرپولټ’ الوتکه د اپرېل پر درېيمه نېټه د دښمن د ډزو له امله تباه شوې، خو پيلوټ يې ځان خوندي ايستلی و۔
دغه راز دوه ‘کی سي ۱۳۵’ د تېلو رسولو الوتکې هم په يوه پېښه کې ښکېلې شوې وې، چې يوه يې د عراق په هوايي حريم کې راغورځېدلې او شپږ کارکوونکي پکې وژل شوي وو۔ راپور وايي، پنځه نورې ورته الوتکې او يوه اي ۳ سېنټري کشفي الوتکه په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان پر هوايي اډه د ايران د ميزايلو او ډرون بريدونو پر مهال زيانمنه شوې ده.
د راپور لمخې، دوه ‘اېم سي ۱۳۰ جی الوتکې’ چې د ژغورنې ماموريت لپاره ايران ته تللې وې، د تخنيکي ستونزو له کبله بېرته د الوتنې جوګه نه وې پاتې شوې او وروسته امريکايي ځواکونو پر زمکه تباه کړې دي۔ همداراز يو ‘اېچ اېچ ۶۰ ډبليو’ هیلي کاپټز هم د سپکو وسلو په ډزو کې زيانمن شوی دی۔
همدغه شان، تر ټولو زيات زيان بې پيلوټه الوتکو ته اوښتی دی۔ امريکا په دغه کمپاين کې ۲۴ ‘اېم کيو ۹ ريپر ډرون’ الوتکې او يوه ‘اېم کيو ۴ سي ټريټون’ کشفي ډرون الوتکه له لاسه ورکړې ده۔
د کانګرس څېړنيزې ادارې خبرداری ورکړی، چې دا ډول درانه زيانونه د امريکا د پوځي تيارۍ، د بديلو سامانونو د برابرولو لګښت او د اوږدمهاله جګړو لپاره د دفاعي صنعت د وړتيا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي۔
راپور دا هم وايي چې د ايران په څېر سخت څارل کېدونکو او له خطره ډکو هوايي حريمونو کې د امريکايي الوتکو لپاره ګواښونه زيات شوي دي، او ښايي پنټاګون اړ شي چې خپلې جګړه ييزې تګلارې، د ځواکونو ځای پر ځای کول او راتلونکي پوځي پېرودونه بيا وڅېړي۔

شال نیوز