د لوی اختر د رانږدې کېدو باوجود هم په بازارونو کې هغه پخوانۍ ګڼه ګوڼه او شورماشور نه ترسترګو کېږي. خلک د سنتِ ابراهیمي د ادا کولو لپاره له سختو ستونزو او اندېښنو سره مخ دي.
ګرانۍ او بې روزګارۍ د ولس ملا ماته کړې ده. په ځانګړي ډول د سویلي وزیرستان واڼا سیمه کې خلک د اقتصادي مشکلاتو له امله د قربانۍ کولو توان نه لري. سږ کال د نرخونو د دوه چنده زیاتوالي له کبله د عامو وګړو لپاره قرباني کول یو ستره ننګونه ګرځېدلې ده.
تفصیل د شال نیوز خبریال ظفر وزیر په دې راپور کي وګورئ.

ظفر وزير