د ژغورنې ادارې سرچینو ویلي، چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په یوې ټرافیکي پېښه کې د پخواني سفیر ایاز وزیر لور ،ریان وزیر، مړه شوې ده.
د سرچینو لمخې، پېښه ،د مې په ۲۳مه، د اسلام اباد پرېډ ګراونډ مېټرو سټېشن ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو تیز رفتار موټر د بې قابو کېدو له امله د سړک غاړې ته په پلي لاره وختل.
سرچینې وایي، په پېښه کې یوې مېرمن په ځای ساه ورکړه چې وروسته یې پېژندګلو د ریان وزیر، د پخواني سفیر ایاز وزیر د لور، په توګه وشوه. د راپورونو له مخې، نوموړې د پېښې پر مهال موبایل فون کاراوه.
د ریسکیو کارکوونکو د مړې شوې مېرمنې جسد د اسلام اباد ‘پمز’ روغتون ته يوړل، چې هلته له ضروري قانوني کاروایۍ وروسته کورنۍ ته سپارل شوی دی.
بلخوا، د اسلام اباد پولیسو د پېښې د علتونو معلومولو لپاره پلټنې پېل کړې دي. په اسلام اباد کې تر دې وړاندې هم د تیز رفتارۍ او د موټر چلولو پر مهال د موبایل فون کارولو له امله ورته ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.

خانزیب محسود