د کوز سویلي وزیرستان د پوليسو مشر ،ډي پي او طاهر شاه، شال نيوز ته ویلي دي، چې د واڼې په ثمر باغ مدړخېلو سيمه کې د يو ډرون بريد راپورونه مخې ته راغلي دي، خو تر دې دمه پکې د څه ځاني يا مالي زيان اطلاع نشته۔
ځايي سرچيني وايي، بريد د يو جومات سره نزدې هغه وخت وشو کله چې هلته اجتماعي دعا کېده. سرچيني زياتوي چې په مبينه توګه په سيمه کې د يوې ناقانونه ګرځولی شوې وسلوالې ډلې د غړو د موجودګۍ د اطلاع وروسته دا کارروایي شوې ده۔
د پېښې وروسته په سيمه کې ويره او ترهه خپره شوې ده، او ځايي خلکو د حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده۔ تر اوسه د بريد په اړه کومې ادارې نور تفصيلات نه دي جاري کړي، او نه هم په خپلواکه توګه د ممکنه هدف په اړه تصديق شوی دی۔

ظفر وزير