د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په چمن ښار کې احتجاجي لاریون ترسره شو، چې پکې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و. لاریونوالو د سیاسي بندیانو د زر تر زره خوشي کولو غوښتنه وکړه۔
د احتجاج ګډونوالو د هېواد په بې ساري ګرانۍ او زیاتېدونکې بې روزګارۍ سختې نیوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې د ولس اقتصادي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د بې روزګارۍ د ختمولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.
تفصيل د شال نيوز خبريال نعيم اچکزي په دې راپور کې وګورئ.

نعيم اچکزئي