د خېبر پښتونخوا په نوښار کې د باران له امله د يو کور چت راپريوتو پېښه کې مور او دوه ځامن يې ټپيان شوي دي۔

 

په نوښار کې د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ وياند نبيل خان، شال نيوز ته ويلي چې پېښه د اپريل په ۷مه د شپې مهال د پبو رحيم آباد مهاجر بازار کې رامنځته شوه.

 

پېښه کي ژوبل شوې ښځه او د هغي دوه ځامن ريسکيو اهلکارو روغتون ته وړي دي چرته چي يې حالت د خطرې څخه بهر خودلې شوی.

 

د يادونې وړ ده، په خيبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو سلسله ۲۵ مارچ راهسي پېل شوې ده چي پکې تر دې دمه ۴۷ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ژوبل شوي دي۔ 

خيبر پښتونخوا کې د آفتونو د مديريت ادارې پي ډي اېم ای د ۷ اپريل راپور ترمخه وژل شوي تنانو کې ۲۷ ماشومان، ۱۳ سړي او ۷ ښځي شاملې دي۔