د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي ويلي، چې پاکستان هلال احمر په ضم شويو ضلعو، په ځانګړي ډول تيراه او کورمه کی د ناامنۍ او شخړو له امله اغېزمنو شويو کورنيو سره د مرستو بهير روان ساتلی دی، او د سختو حالاتو باوجود د ادارې رضاکاران او ډلګۍ خپلې امدادي هلې ځلې جاري ساتي۔

 

دا خبرې هغه ،د مې په ۲۲مه، په ګورنر هاؤس پېښور کی د پاکستان هلال احمر ضم شويو ضلعو څانګې له خوا د خېبر او کورمې اغېزمنو کورنيو ته د امدادي چيکونو وېش غونډې ته د وينا پر مهال وکړې۔

 

ګورنر فيصل کريم کونډي د خېبر او کورمې له اغېزمنو کورنيو سره د امدادي چيکونو د ویشلو په مهال وويل، چې د خېبر ضلعې له ۱۷۰۰ زياتو او د کورمې له ۱۰۰۰ زياتو اغېزمنو کورنيو ته د هرې کورنۍ په سر ۳۸ زره روپۍ مالي مرسته ورکول کېږي۔

 

ګورنر وويل، دغه مرستې له سياسي تړاو پرته مستحقو کورنيو ته ورکول کېږي او موخه يې د هغو خلکو مرسته ده چې د ناامنۍ او بې ځايه کېدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي۔

 

هغه زياته کړه، چې پاکستان هلال احمر له دې وړاندې هم په باجوړ کی اغېزمنو خلکو ته امدادي سامان او مالي مرستې رسولې وې او د مرسته کوونکو ادارو د باور له امله د مرستو لړۍ نوره هم پراخېږي۔

 

فيصل کريم کونډي وويل، پاکستان هلال احمر هڅه کوي چې د خېبر پښتونخوا هرې ضلعې ته امدادي خدمات ورسوي۔ د هغه په وينا، د محدودو وسايلو باوجود اغېزمنو کورنيو ته د خوراکي توکو ترڅنګ نور ضروري سامانونه هم ورکول کېږي۔