عوامي نشنل ګوند د پاکستان د آیین اتلسم بدلون یو “خاموش انقلاب” او د هېواد د جمهوري او آییني جوړښت بنسټ بللی، او خبرداری یې ورکړی دی، چې په دې کې د هر ډول بدلون یا کمزورې کولو پر ضد به کلک مزاحمت کوي.
د مې په ۲۱مه، د پېښور په تهکال کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د ګوند د خېبر پښتونخوا صوبایي صدر ،میا افتخار حسین وویل، چې اتلسم بدلون د هېواد د جمهوري قوتونو د اوږدې پارلماني مبارزې نتیجه ده، چې د اسفندیار ولي خان په مشرۍ کې ترلاسه شوی و. هغه وویل، د جمهوریت پیاوړتیا او صوبایي خپلواکي د هېواد د پرمختګ لپاره ضروري دي او عوامي نشنل ګوند په دې اړه تل څرګند دریځ خپل کړی دی.
میا افتخار حسین په خېبر پښتونخوا کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ناامني د صوبې ډېرو سیمو ته خپره شوې او داسې ضلعه نشته چې د وسلوالو له فعالیتونو خوندي وي.
د هغه په وینا، عوامي نشنل ګوند تل د ترهګرۍ او سختدریځۍ مخالفت کړی او د دهمکیو او امنیتي خطرونو باوجود به د ولس د حقونو او وسایلو د خوندي کولو لپاره خپلې سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي.
هغه وویل چې نن سبا ټولنیزې رسنۍ او د پروپاګند جګړه په نړیوال سیاست کې مهم رول لري. نوموړي د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو مثال ورکړ او د ګوند له کارکوونکو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو یې وغوښتل چې د پروپاګند پر ضد د ځواب ورکولو پر مهال د ګوند نظم، آییني اصولو او سیاسي اخلاقو ته پام وکړي.
میا افتخار حسین په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د ښکنځلو او بدتمیزۍ د زیاتېدونکي کلتور غندنه هم وکړه.
په غونډه کې د ګوند نورو مشرانو، خوشدل خان، ارباب محمد طاهر او غضنفر علي خان هم ویناوې وکړې.

شال نیوز