د باړې سرکل اېس پي ،نواب خان، شال نيوز ته ویلي دي، چې په مېلوارډ اکاخېل، کلنګې بایي پاس سيمه کې د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو يو پوليس سرتیری ،اکاخېل شاه د فضل کريم زوې، وژلی شوی دی.

 

د ایس پي په وینا، دا پېښه ،د مې په ۲۲مه، سهار شاوخوا لس بجې د باړې تاڼې په حدودو کې هغه مهال رامنځته شوه چې په موټر سايکل سپرو وسلوالو په پوليس سرتیري ډزې وکړې چې له امله يې هغه په موقع ژوند له لاسه ورکړو.

 

د پوليسو په وينا، له بريد وروسته سيمي ته د پوليسو نفري رسېدلې ده، علاقه يې په ولکه کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي۔ پوليس وايي د بريدګرو د نيولو لپاره يې په بېلابېلو لارو ناکه بندۍ هم لګولې دي او د پېښې د ځايه شواهد راټولېږي۔

 

د مېلوارډ اکاخېل او کلنګې بایي پاس سيمه د باړې له هغو حساسو سيمو ګڼل کېږي چې پخوا هم پکې د وسلوالو د تګ راتګ او غلچکو بريدونو پېښې شوې دي۔ دغه سيمه د باړې غرنیو علاقو او د پېښور له سویلي څنډو سره نښلېدونکې لاره بللی کېږي او امنيتي ادارې يې وخت په وخت د ناامنۍ له پلوه حساسه ګرځوي۔

 

بلخوا، په خېبر پښتونخوا کې په وروستيو کلونو کې په پوليسو بريدونو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی۔ د پوليسو او امنيتي سرچينو د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳م کال راهيسي تر اوسه پورې په صوبه کې په بېلابېلو بريدونو، هدفي وژنو او وسلوالو نښتو کې د ۵۸۰ نه زيات پوليس سرتیري وژلی شوي دي۔

تر دا مهال د دې وروستي برید ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.