د خیبر پختونخوا د پولیس ځواک ،چې له تېرو څو لسیزو راهیسي د حکومت ضد وسلوالو پر وړاندې د لومړۍ کرښې د دفاعي ځواک په توګه جنګېږي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د خپلو سرتېرو او افسرانو په بڼه کې بې ساري ځاني زیانونه ګاللي دي.

 

د رسمي شمېرو او د امنیتي چارو د څارونکو ادارو د راپورونو له مخې ،له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې، د خیبر پختونخوا د پولیسو نږدې ۸۰۰ څخه زیات سرتیري په دې جنګ کې په نښه شوي او وژلی شوي دي.


دا شمېرې ښیي چې په سیمه کې د وسلوالو بریدونو شدت ،په ځانګړي ډول، له هغې وروسته زیات شو کله چې په ۲۰۲۲ کال کې د حکومت او وسلوالو ډلو ترمنځ د اوربند لړۍ پای ته ورسېده، او د پولیسو پر مرکزونو او چوکیو باندې د بریدونو یوه نوې او خونړۍ څپه پېل شوه، چې تر ننه په شدت سره دوام لري.

 

د کلونو په اساس د مرګونو کچه او د بریدونو بڼه

 

که چیرې موږ د تېرو پنځو کلونو جاج واخلو نو په ۲۰۲۱ کال کې د مرګونو شمېره نږدې شپېته وه خو په ۲۰۲۲ کال کې دا ګراف په ناڅاپي ډول پورته لاړ او له یو سل او اتلسو څخه واوښت، چې دا د امنیتي وضیعت د خرابېدو لومړنۍ نښه وه.

 

ورپسې ۲۰۲۳ کال د پولیسو لپاره تر ټولو خونړی کال ثابت شو، ځکه چې په دې کال کې د پېښور پولیس لاینز په څېر لویې پېښې رامنځته شوې او د مرګونو شمېر ۱۸۸ ته ورسېد. دغه رنګ په ۲۰۲۴ کال کې هم دغه لړۍ ونه درېده او د ډېره اسماعیل خان او لکي مروت په څېر ضلعو کې د نښتو له امله ۱۶۳ نور پولیس سرتېري ووژلی شول او د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په لومړیو میاشتو کې هم د بنو د فتح خېل په څېر پېښو دا شمېره نوره هم زیاته کړې ده.

 

په جنوبي ضلعو کې د پولیسو ننګونې او د ترهګرۍ نوي هدفونه

 

په تېرو پنځو کلونو کې دا خبره هم په ډاګه شوې ده، چې د بریدونو مرکز اوس د پېښور پر ځای د صوبې جنوبي ضلعې لکه بنو، لکي مروت، ټانک، او ډېره اسماعیل خان ګرځېدلي دي، چرته چې وسلوال د شپې په تیاره کې د جدیدو وسلو او ‘تھرمل کیمرو’ په کارولو سره پر پولیسو بریدونه کوي.

 

په دغو کلونو کې یوازې پر ګزمه کوونکو موټرو بریدونه نه دي شوي، بلکې وسلوالو هڅه کړې چې د پولیسو لوي مرکزونه او د روزنې ځایونه هم په نښه کړي، ترڅو د ځواکونو مورال کمزوری کړي، خو د دومره درنو ځاني زیانونو سره سره بیا هم د خیبر پختونخوا پولیسو په مېړانه مقابله کړې ده او ثابته کړې یې ده چې دوي د خپلې خاورې د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

 

د پولیسو د تحفظ لپاره د حکومتي اقداماتو اړتیا او راتلونکې لیدلورې

 

د تېرو پنځو کلونو دا خونړۍ شمېرې د حکومت او پالیسۍ جوړونکو لپاره یو مهم پیغام لري، چې پولیسو ته باید د وخت له غوښتنو سره سم جدید تجهیزات او حفاظتي وسایل ورکړل شي. په تېره موده کې د وژلی شویو د کورنیو لخوا هم دا غوښتنه په تکرار سره شوې ده، چې د دوي د بچو ژوند باید د سرچینو د نشتوالي له امله له خطر سره مخ نه شي.

 

د امنیتي کارپوهانو په وینا، کله چې د پولیسو د مرګونو شمېره په پنځو کلونو کې سلګونو ته رسیږي نو دا د دې غوښتنه کوي چې د وسلوالو ضد مبارزه کې باید یوه جامع او نوې ستراتیژي خپله شي، ترڅو په راتلونکي کې د داسې قیمتي ځوانانو د ژوند ژغورنه یقیني شي او په سیمه کې د تلپاتې امن خوب رښتیا شي.

 

د خیبر پختونخوا پولیسو بجټ او د جدیدو وسلو د نشتوالي ستونزې

 

د خیبر پختونخوا پولیس چې په کومو سختو حالاتو کې د وسلوالو پر وړاندې جنګېږي، د هغې په پرتله د دوي بجټ او تجهیزات لا هم د پام وړ کم دي. د کال ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ د بجټ په اړه د ترلاسه شویو معلوماتو لمخې، د صوبې حکومت د پولیسو لپاره په ملیاردونو روپۍ ځانګړې کړي دي، خو د دې بجټ لویه برخه د معاشونو او د ورځنیو اخراجاتو په پوره کولو مصرفېږي.

 

که څه هم په وروستیو کې حکومت پرېکړه کړې چې پولیسو ته جدیدې وسلې او وسایل واخلي خو لا هم په ځمکني حقایقو کې پولیس سرتېري له هغو وسلو او اسانتیاوو بې برخې دي، چې وسلوال یې د بریدونو پر مهال کاروي. 

 

د پولیسو او وسلوالو ډلو ترمنځه د وسلو او جنګي سامان فرق

 

په خیبر پختونخوا کې تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې وسلوالې ډلې د هغو جدیدو وسلو څخه کار اخلي چې له افغانستانه ورته رسیدلي دي. په دغو وسلو کې ‘ایم سکسټین’ ټوپکونه، لرې واټڼ ویشتونکي ټوپکونه، او تھرمل دوربینونه شامل دي، چې په تیاره او لرې واټن کې پولیس په نښه کولی شي.

 

په مقابل کې د پولیسو ډېره برخه لا هم په دودیزو وسلو لکه کلاشنکوف او زړو ټوپکونو سمبال ده. د پولیسو مشرانو په وار وار دا منلې ده چې وسلوال د ټیکنالوژۍ په ډګر کې پر دوي برلاسي دي، ځکه چې هغوي کواډ کاپټرې یا ډرون هم د بریدونو لپاره کاروي، خو د پولیسو سره لا هم د ډرون ضد یا انټي ډرون ټیکنالوژي نشته، چې دغه نابرابري په نښتو کې د جاني زیان د زیاتوالي یو اساسي لامل بلل کېږي.

 

د وروستیو راپورونو له مخې د خیبر پختونخوا حکومت د پنځوسو بېریټا سنایپر رایفلونو او په سلګونو نورو خودکار وسلو د اخیستلو منظوري ورکړې ده. همدارنګه د څلور سوه څخه د زیاتو تھرمل دوربینونو او د درې سوه څخه زیاتو تھرمل کیمرو د رانیولو پلان هم جوړ شوی دی، ترڅو په راتلونکي کې پولیس په تیاره کې هم د دښمن مقابله وکړي.

 

د پولیسو د خوندي کولو لپاره د شپږ زره بلټ پروف جاکټونو او هیلمټونو ترڅنګ د زغره والو موټرو یا ‘ارمورډ ګاډو’ د اخیستلو ژمنې هم شوي دي خو د ولس او پولیسو ترمنځ دا سوال لا هم پاتې دی چې دا وسایل به کله د فتح خېل په څېر لرې پرتو سیمو چوکۍ ته رسیږي ترڅو د هغوي ژوند په حقیقي مانا خوندي شي.