د خېبر پښتونخوا ريسکيو ۱۱۲۲ لخوا يو ليکلي بیان چې ويل شوي چې د پېښور په متني سيمه کې د نهې په شپه شاو خوا دولس بجې د يو کور چت پرېوتی، چې له امله يې يوه ماشومه مړه او دوه تنه ژوبل شوي دي۔
د بيان له مخې، د پېښې له خبر سره سم ريسکيو ۱۱۲۲ ډلې سمدستي سيمي ته ورسېدې او د ملبې لاندې بند پاتې درې کسان يې راويستل۔
ژوبل کسان د لومړنۍ طبي مرستې وروسته روغتون ته ولېږدول شول، خو يوه ۷ کلنې ماشومې هلته ساه ورکړه۔
د يادونې وړ ده چې په خېبر پښتونخوا کې د ۲۵م مارچ راهيسي روانو بارانونو کې تر دې دمه ۴۷ کسان مړه او د سلو زيات ژوبل شوي دي چې پکې ګڼ شمېر د ماشومانو دی. تېره اوونۍ هم په دې سیمه کې د باران له امله د يو کور چت راپريوتلو وروسته دوه ماشومان ټپيان شوي وو.

شال نیوز