حکومت په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د امیندوارو ښځو او نوو زېږېدلو ماشومانو د خونديتوب لپاره ۴۲ ځانګړي او عصري امبولانسونه فعال کړي دي۔ په دغو امبولانسونو کې انکیوبېټر، د آکسیجن اسانتيا او نور جديد طبي وسايل موجود دي۔
په کرم ضلع کې ځايي ولس د دغې پرېکړې هرکلی کړی او خوښي يې څرګنده کړې ده۔ خلکو ویلي دي چې د دې امبولانسونو په فعالېدو سره به امیندوارو ښځو ته پر وخت درملنه او طبي خدمات ترلاسه کول اسانه شي، چې ورسره به د میندو او ماشومانو د مړیني کچه هم راکمه شي۔
تفصيل د شال نيوز خبريال مصطفی خان په دې راپور کې وګورئ.

مصطفی خان