پېښور کې د “غذایي مرستې نړیوالې ادارې” په مرسته د خېبرپښتونخوا د خوندي او حلال خوراک ادارې چارواکو لپاره په مالګه کې د آیودین ګډولو ، د زیان رسوونکو صنعتي غوړو د مخنیوي او د کولاؤ خواراکی تېلو د استعمال په اړه روزنیزه غونډه وشوه.

 

په غونډه کې د خوراک د صوبايي محکمې سېکتر شاه محمود د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون وکړ. د هغه ترڅنګ د ادارې مشر کاشف اقبال جیلاني، د خوراک د خوندیتوب چارواکي، د پوهنتونونو استادان او د غذایي مرستې نړیوالې ادارې استازي هم موجود وو.

 

د خوراک د محکمې سېکتر شاه محمود غونډې ته وویل، چې د خراب او روغتیا ته زیان رسوونکي خوراک له امله د پیدا کېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره د ادارو ګډ کار او ولسي پوهاوی ډېر مهم دی. هغه وویل، د زیان رسوونکو صنعتي غوړو مخنیوی د خلکو د روغتیا خوندي کولو لپاره ضروري دی.

 

هغه زیاته کړه، چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د خوراکي معیارونو ښه کولو او خلکو ته د خوندي خوراک برابرولو کې مهم رول لري.

 

د خوراک د صوبایي محکمې مشر کاشف اقبال جیلاني وویل، ښه او معیاري خوراک د صحت منده ټولنې بنیاد دی، او خراب خوراک نه یوازې د خلکو روغتیا، بلکې اقتصاد او روغتیايي نظام هم اغېزمنوي.

 

هغه وویل، د زیان رسوونکو غوړو د مخنیوي مقصد د غوړو کاروبار ته زیان رسول نه دي، بلکې خلکو ته خوندي خوراک برابرول او د زړه او نورو خطرناکو ناروغیو مخنیوی دی.

 

غونډې ته ویناوالو وویل، دغه زیان رسوونکي غوړي زیاتره په زر تیارېدونکو بازاري خوړو، کلچو او مصنوعي غوړو کې موندل کېږي، او ډېر استعمال یې د زړه ناروغیو، شکر او چاغښت یا جسمانی غټ والي خطر زیاتوي.

چارواکو ټینګار وکړ چې د خوندي خوراک لپاره پرله‌ پسې څارنه، ولسي پوهاوی او د ادارو ترمنځ همغږي ضروري ده.