د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي او د پاکستان پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري ترمنځ ،د مې په ۲۱مه، په زرداری هاؤس اسلام اباد کې مهمه ناسته وشوه، چې پکې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او انتظامي وضعیت تفصیلي خبرې وشوې.
د لیدنې پر مهال ګورنر فیصل کریم کونډي بلاول بوټو زرداري ته د خیبر پښتونخوا د ولسي ستونزو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې په صوبه کې د غنمو د رسد له ستونزو له امله خلک له جدي مشکلاتو سره مخ دي.
ګورنر دا هم وویل چې د ټولو سیاسي ګوندونو په اعتماد کې اخیستلو سره په خیبر پښتونخوا کې د ګاز رسولو ستونزه تر ډېره حده حل شوې ده، او د ګاز د منظمې رسونې له امله د سي این جي سټیشنونو بندښت هم پای ته رسېدلی دی.
بلخوا د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ګورنر ته لارښوونه وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې د غنمو د رسد د ستونزې په حل کې خپل اغېزمن رول ادا کړي او زر تر زره د دې ستونزي د حل په اړه هغه ته راپور ورکړي.
بلاول بوټو زرداري ټینګار وکړ چې د خیبر پښتونخوا د خلکو د حقونو لپاره باید ټول سیاسي ګوندونه په ګډه کار وکړي او د ولسي ستونزو د هواري لپاره ګډ مسؤلیت ترسره کړي.

شال نیوز