د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري اعلان شوی دی، چې د مې پر ۲۹مه، به په چمن کې یوه لویه ولسي غونډه ترسره کېږي، چې پکې به د ګوند مشر محمود خان اڅکزی ځانګړې وینا کوي.
دغه اعلان د ګوند د چمن ضلعي سیکرټریټ کې د یو ګډ خبري کانفرنس پر مهال وشو، چې پکې د ګوند مرکزي مشرانو ،عبدالرحیم زیارتوال، سید لیاقت آغا، ناظم صلاح الدین اڅکزي، سید شراف آغا او د چمن ضلعي سیکرټر حاجي جمال خان اڅکزي ګډون درلودل.
د ګوند مشرانو وویل، چې په هېواد کې د “فارم ۴۷” له لارې یو “جعلي حکومت” مسلط کړل شوی دی او د پارلمان حیثیت اغېزمن شوی دی. هغوي ادعا وکړه چې د ۲۶م او ۲۷م آئیني ترمیمونو تر سیوري لاندې رسنۍ او عدلیه تر فشار لاندې راوستل شوې دي، او ورسره د امن او امان وضعیت، ګراني او بې روزګاري هم تر پخوا زیاته شوې ده.
د هغوي په وینا، په راتلونکې جلسه کې به د چمن پولې د اوږدې مودې بندښت، د سوداګرۍ زیان، بې روزګاري، اقتصادي ستونزې او ولس ته د ورپېښو نورو ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشي. د ګوند مشرانو دریځ خپل کړ چې د بارډر بندېدو له امله د زرګونو کورنیو روزګار اغېزمن شوی دی او سوداګر او مزدوران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
دوي زیاته کړه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند تل د ولسي حقونو لپاره غږ پورته کړی او راتلونکې جلسه به د ولسي ستونزو د هواري او د سیمي د حالاتو په اړه د ګوند دریځ روښانه کولو لپاره مهمه وي. د ګوند مشرانو له کارکوونکو او عامو خلکو وغوښتل چې په جلسه کې پراخ ګډون وکړي.

نعيم اچکزئي