د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سيمو څخه د مبينه جبري بې درکه کړل شوو کسانو او بنديانو د کورنيو غړو ،د مې په ۲۱مه، د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده او له حکومتي او امنيتي ادارو يې غوښتنه کړې ده چې خپلوان يې يا عدالتونو ته وړاندې کړي او يا يې زر تر زر خوشي کړي.

 

په دغه احتجاج کې ښځو، ماشومانو، مشرانو او د اغېزمنو کورنيو ګڼ شمېر غړو ګډون کړی و. مظاهرچيانو په لاسونو کې بېنرونه او د خپلو بې درکه يا بندي خپلوانو انځورونه نيولي وو او ويل يې چې د کلونو راهيسي د خپلو عزيزانو د برخليک په اړه له بې‌ خبرۍ سره مخ دي.

 

احتجاج کوونکو وويل، چې د دوي خپلوان يا د پلټنو او امنيتي عملياتو پر مهال نيول شوي او بيا بې درکه شوي، يا هم په زندانونو او توقيفي مرکزونو کې ساتل کېږي، خو د قانوني بهير له مخې عدالتونو ته نه وړاندې کېږي. د دوي په وينا، د اوږدې مودې راهيسي د کورنيو سرپرستانو نشتوالي هغوي له سختو ذهني، ټولنيزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

 

د سوات څخه احتجاج ته راغلې ،جهان آرا، شال نیوز ته وويل، چې زوې يې شاوخوا اوولس کاله وړاندې د پلټنو لپاره وړل شوی و، خو تر اوسه یې د هغه په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

 

هغې وويل: “د خپل زوې په انتظار کې مې د سترګو اوښکې وچې شوې دي. اوس په دې سخته ګرمۍ کې ځکه احتجاج ته راوتلې يم چې چارواکي مو غږ واوري او زوې مې بېرته کور ته ستون شي.”

 

د اورکزو ضلعې يو سپين‌ ږيری، فضل جلال، چې په لاس کې يې د غوښتنو بېنر نيولی و، وويل، چې زوې يې لا هم په زندان کې بندي دی، سره له دې چې د پېښور هایي کورټ له لوري يې د خوشې کولو پرېکړه شوې ده.

د هغه په وينا، د عدالتي حکم باوجود تر اوسه یې زوې نه دی خوشی شوی، چې له امله يې کورنۍ له ژورې اندېښنې او ستونزو سره مخ ده.

 

د احتجاج پر مهال يو شمېر نورو کورنيو هم وويل، چې که څه هم باور لري چې خپلوان يې ژوندي دي، خو د هغوي د نه موجوديت له امله د يتيمانو او کونډو په څېر ژوند تېرولو ته اړ شوي دي.

 

په دې موقع د ‘ډیفینس اف هیومن رائټس’ صوبايي معاون آفتاب علي شاه رسنيو ته وويل چې د جبري بې درکه کسانو او بنديانو کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر څخه وغوښتل چې د انساني خواخوږۍ پر بنسټ دې دغه کسان خوشي کړل شي، څو د سلګونو کورنيو ستونزې راکمې شي.

 

د بشري حقونو فعالان وايي، چې په خېبر پښتونخوا او پخوانيو قبایلي سيمو کې د ‘ایکشن ان ایډ اف سول پاور ریکولیشن’ قانون د لاندې لسګونه توقيفي مرکزونه جوړ شوي وو، چې پکې د وسلوالو ضد عملياتو او پوځي کارروايو پر مهال نيولی شوي کسان ساتلی کېدل.

 

د دوي په وینا، شاوخوا ۴۷ داسې توقيفي مرکزونه موجود دي چې د پوځ او امنيتي ادارو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي. که څه هم د پېښور هایي کورټ په تېر وخت کې ځيني دغه مرکزونه غېر قانوني بللي وو، خو وروسته د پاکستان د سترې محکمې له لوري د هایکورټ د پرېکړې پر ضد سټی ارډر ورکړل شو، او دغه مرکزونه لا هم فعال دي.

 

د پاکستان حکومت له خوا د جبري بې درکه کسانو د پلټنو لپاره جوړ شوي کمېشن د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر ۳۰مې په خپل راپور کې ويلي، چې تر ټولو زياتې ثبت شوې قضيې په خېبر پښتونخوا کې دي، چې شمېر يې ۳۵۸۵ ته رسېږي. د راپور له مخې، بلوچستان د ۲۸۴۵ قضيو سره دويم، سند د ۱۸۳۱ قضيو سره درېيم او پنجاب د ۱۷۰۳ قضيو سره په څلورم ځای کې دي.

 

بلخوا، خپلواک بشري سازمانونه او پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې د لادرکه کسانو واقعي شمېر تر رسمي شمېرو ډېر زيات دی، ځکه د دوي په وينا، ګڼې کورنۍ د وېرې، فشار يا امنيتي اندېښنو له امله خپلې قضيې نه ثبتوي.

احتجاج کوونکو خبرداری ورکړی، چې که غوښتنو ته يې پام ونه شي، نو خپله احتجاجي لړۍ به نوره هم پراخه کړي.