د خېبر ضلعې د لنډي کوتل په سلطان خېل سيمه کی ،د مې په ۲۱مه، ټرانسپورټرانو او د هغوي کورنيو احتجاج کړی دی او د څو ساعتونو لپاره يې د تورخم لويه لاره تړلې وه، چې له امله يې سوداګري او هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو تګ راتګ اغېزمن شوی وو.
احتجاج کوونکو ويل، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر راهيسي د ويزو او سفري اسنادو د سختو شرطونو له امله د دوي سلګونه ډرېوران او بار وړونکي ګاډي په افغانستان کی بند پاتې دي، چې له کبله يې کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ شوې دي. د هغوي په وينا، د لوي اختر له رانږدې کېدو سره د بند پاتې کسانو کورنۍ نورې هم اندېښمنې شوې دي.
يو احتجاج کوونکي شال نیوز ته وويل: “له اتو مياشتو راهيسي زموږ خلک او ګاډي بند پاتې دي. کورنۍ مو له سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي، حکومت دې لږ تر لږه د اختر نه وړاندې دا ستونزه هواره کړي.”
عيني شاهدانو شال نیوز ته ويلي، چې د لارې بندېدو پر مهال لسګونه بار وړونکي ګاډي او د افغان کډوالو موټرې پر لاره ولاړې پاتې شوې وې، چې له امله یې ګڼې افغان کورنۍ په سخته ګرمۍ کی د څو ساعتونو پورې له خپلو ماشومانو او سامانونو سره خپل هېواد ته د اوړېدو په انتظار ولاړې وې.
د څو ساعته احتجاج وروستو ځايي انتظاميې او پوليسو له احتجاج کوونکو سره تر خبرو نه پس لاره بېرته د تګ راتګ لپاره پرانيسته. باوري سرچينو ويلي، چارواکو احتجاج کوونکو ته ډاډ ورکړی چې د دوي غوښتنې به له اړوندو حکومتي او امنيتي ادارو سره شريکې شي.
د راپورونو ترمخه، دا مهال له شپږ سوه نه زيات ډرېوران او کلينران له شاوخوا نهه سوه بار وړونکو ګاډو سره افغانستان لوري ته ايسار پاتې دي او پاکستان ته د راوړېدو په انتظار کی دي.
د سيمي قامي مشر شاکر اپرېدي ويلي، چې درې اوونۍ وړاندې د خېبر د مشرانو يوې جرګې په افغانستان کی د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې وې او هغوي د بند پاتې ټرانسپورټرانو د خوشې کېدو موافقه کړې وه، خو د هغه په وينا، د پاکستان د امنيتي چارواکو د وروستۍ پرېکړې د ځنډ له کبله لا هم ستونزه نه ده هواره شوې.
بل لور ته د خېبر د ټرانسپورټرانو مرکزي اتحاديې مشر عظيم الله شينواري ويلي، چې د لارو تړل د ستونزې حل نه دی او دا ستونزه بايد د خبرو اترو له لارې هواره شي.
له دې وړاندې د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي وو چې د پولو تړل د دواړو غاړو ولسونو او سوداګرو ته درانه مالي زيانونه اړوي او سوداګريزې لارې بايد د سياست برخه نه وي.

ابراهیم شینواری