د بلوچستان د مال وړونکو لاریو د مالکانو اتحادیې په ټوله صوبه کې د کرومایټ، مرمر او نورو معدنیاتو د بارولو او لېږد تر غېر معینه مودې پورې بند کړی دی، او ویلي یې دي چې د ناامنۍ، لوټمار او پر لاریو د پرله پسې بریدونو پر ضد یې دا احتجاجي هړتال اعلان کړی دی.
دا هړتال، چې د مې د ۱۹مې څخه پېل شوی دی، په اړه یې اتحادیې یو مشر لیاقت شاهواني شال نیوز ته وویل چې په بلوچستان کې د مال وړونکو لاریو مالکانو او چلوونکو ته خپل ځان او مال خوندي نه ښکاري او پر لویو لارو د وسلوالو بریدونو، د لاریو سوځولو، د ټایرونو د ویشتلو او د چلوونکو د ځورولو پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.
هغه وویل، چې په صوبه کې بېلابېلو وختونو کې شاوخوا یو درجن لارۍ په نښه شوې دي، چې پکې اته لارۍ په بشپړ ډول سوځېدلې او د څو نورو لاریو ټایرونه شلېدلي دي. د هغه په وینا، د اباد، متر، کډ کوچه، ارما، خاران، واتک او خضدار له سیمو د بریدونو راپورونه ترلاسه شوي او د لاریو مالکانو ته د کروړونو روپیو مالي زیان اوښتی دی.
لیاقت شاهواني وویل چې پر لویو لارو بې امني، لوټمار او د مال وړونکو لاریو د چلوونکو ځورول اوس یوه عادي خبره ګرځېدلې ده. هغه زیاته کړه چې چلوونکي او د لاریو مالکانو پر بېلابېلو امنیتي پوستو هم له ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن شوي دي.
هغه وویل چې په دالبندین، نوکنډي، مسلم باغ او لورالايي کې به هېڅ لارۍ کرومایټ، مرمر او نور معدنیات بار نه کړي. البته د خوراکي توکو او نورو د عام استعمال د سامانونو بارول او لېږد به د معمول له مخې دوام ولري.
د بلوچستان د مال وړونکو لاریو د مالکانو ټولنې ویلي چې دا احتجاجي بندیز به تر هغه دوام ولري څو حکومت او اړوندې ادارې پر لویو لارو د امن او امان وضعیت ښه نه کړي او د لاریو مالکانو او چلوونکو ته بشپړ خوندیتوب ور نه کړي.

نعيم اچکزئي