د بره دير سلطانخېل پاینده خېل لويې جرګې د حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې ددوي د سيمي ستونزې دې هوارې کړي۔ دوي ويلي، چې له دوي سره د سلطانخېل پورته غاړې سړک او د سيمي د نورو پرمختيايي کارونو ژمنې شوې وې، خو تراوسه عملي شوې نه دي۔ دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې له ولس سره کړې ژمنې دې زر تر زره پوره کړي او د سيمي بنيادي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي۔
تفصيل د جاويد ملنګ په دې ويډيوي راپور کې وګورئ.

جاوید ملنګ